کابل (پژواک١٥وږى٩٢): ايساف وايي، يو سرتېرى يې نن د افغانستان په ختيځ کې د وسلوالو په بريد کې وژل شوى دى.
په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې سرتېري د هويت په اړه څه نه دي ويلي، خو په ختيځو ولايتونو کې ډېر امريکايي ځواکونه مېشت دي .
د خپرو شويو راپورونو له مخې د ٢٠١٣ ميلادي کال د پيل راهيسې په افغانستان کې ١٢٢ بهرني سرتېري وژل شوي، چې ٩٦ يې امريکايان دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن