غزني ښار(پژواک ۱۵ وږی ۹۲) چارواکې وايې، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د سیمه يیزو پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې، شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور ټپيان دي.
د غزني د والې سکرتر نبي جان پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه مرګ ژوبله په هغه دوه ساعته نښته کې اوښتې ، چې نن سهار د اندړو ولسوالۍ د ابراهیم خېلو په سیمه کې د سیمه ييزو پولیسو پر یوه پوسته د طالبانو له بريد وروسته رامنځته شوه.
هغه وويل، چې د وژل شویو وسله والو طالبانو مړي پولیسو د غزني ولایتي روغتون ته لېږدولي دي .
د ياد شوي روغتون يو ډاکټر محمدقسيم هم وايي،دې روغتون ته د شپږو کسان مړي چې په ګوليو ويشتل شوي ، وروړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلې.
د خپرو شويو راپورونو له مخې، وړمه ورځ وسله والو مخالفينو په اندړو کې د نورالحق په نوم یو دیني عالم له خپلو دوو زامنو سره په کورکې وواژه.
وسلوالو مخالفينو ويلي و، چې نورالحق د سيمه ييزو پوليسو قوماندان دى، خو حکومتي چارواکي دا خبره ناسمه بولي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن