لښکرګاه ( پژواک ١٥ وږى ٩٢) : د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې چاودنې درې ماشومان ټپيان کړل .
د ګرمسېر ولسوال محمدايوب عمر پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د ولسوالۍ په مرکز کې د مالونو د خرڅلاو په سيمه (ګنج) کې رامنځته شوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه چاودنه د هغو چاودېدونکو توکيوله امله رامنځته شوه ، چې په سيمه کې په يو ولاړ موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو.
هغه وويل، چې په پېښه کې ټپي شوي ماشومان چې درې واړه هلکان دي ، په ګرمسېر کې روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي .
د دې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن