ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارګ د طالبانو د خوشې کولو تازه اقدام مهم ونه باله

author avatar
7 Sep 2013 - 17:31
author avatar
7 Sep 2013 - 17:31

کابل (پژواک ١٦ وږى ٩٢): د ولسمشر وياند وايي ، چې دوى د طالب بنديانو د خوشې کولو هرکلى کوي، خو د پاکستان له خوا تازه خوشې شوي کسان مهم اقدام نه دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې دوى د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګ لپاره دا کار ترسره کړى دى.

سرچينې زياته کړې، چې په خوشې شوو طالبانو کې ملا منصور دادالله، سيد ولي، عبدالمنان، کريم اقا، شېر افضل، ګل محمد او محمد زى شامل دي.

د ولسمشر وياند اېمل فيضي د وږي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دافغانستان دولت د پاکستان له خوا د بنديانو د خوشې کولو هرکلى کوي.

خو هغه د پاکستان  تازه اقدام ، چې اوه بنديان يې خوشې کړي ، مهم اقدام ونه باله او زياته يې کړه، چې دغه هېواد مهم بنديان نه دي خوشې کړي .

فيضي زياتوي، چې دافغانستان حکومت له پاکستان څخه د لوړې کچې بندي طالبانو د خوشې کولو غوښتنې کړې ، خو هغوى تر اوسه داسې اقدام نه دى کړى.

د سياسي چارو کارپوهه محمد حسن حقيار وايي ، چې ملا منصور د طالبانو په ډله کې دومره مطرح کس نه دى او نور شپږ کسان خو بيخي څوک نه پېژني.

هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې ملا منصور په هلمندکې ديوه بريتانوي مايکل سمپل له خواپيل شوې پروژه پرمخ وړله ، ځکه طالبانو ورته په ښه نظر نه کتل .

د نوموړي په وينا، ولسمشر حامد کرزي چې څو ورځې مخکې پاکستان ته دسفر پر مهال د بندي طالبانو د خوشې کولو کوم لېست ورکړى و، په هغه کې د ملا منصور نوم نه و.

حقيار وايي ، چې د ملا منصور ورور ملا دادالله اخوند په طالبانو کې مطرح سړى و، خو منصور پخپله دومره اغېزه نه لري.

ملا  داد الله په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې په هلمند ولايت کې د بهرنيو ځواکونو له خوا وژل شوى و.

د سياسي چارو بل کارپوهه ډاکټر فيض محمد ځلاند وايي، چې له تېرو ٩ مياشتو راهيسې افغان حکومت له پاکستان څخه د بندي طالبانو د خوشې کولو غوښتنې کوي او پاکستان تراوسه ٣٢ بنديان خوشې کړې دي.

خو نوموړي زياته کړه ، چې د افغان حکومت په هر لېست کې ملا عبدالغني برادر وي او د هغه په خوشې کولو ډير ټينګار کوي، خو پاکستان تر اوسه دغه سړى نه دى خوشې کړى.

ډاکټر ځلاند پر افغان حکومت نيوکه کوي، چې د خوشې شويو طالب بنديانو په اړه سمه طرحه او مېکانېزم نه لري، چې له دوى څخه څه ډول ګټه پورته کړي.

د هغه په وينا، دغه طالبان تر خوشې کېدو وروسته وزيرستان يا نورو سيمو ته ځي او بيا پر جګړې لاس پورې کوي.

دى وايي چې د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول څو ورځې مخکې ويلي ، چې دوى اوس هم دپاکستان رول ته دشک په نظر ګوري ، ځکه چې پاکستان د ملابرادر په خوشې کولو کې ناغيړي کړي.

دغه شپږ طالب بنديان په داسې حال کې خوشې شوي، چې ولسمشر حامد کرزي څو ورځې مخکې پاکستان ته د سفر پر مهال له ځايي چارواکو سره د بنديانو د خوشې کولو په اړه خبرې کړې وې.

ويل کېږي، چې ملا منصور داد الله د ٢٠٠٨ زېږديز کال د فرورۍ په مياشت کې په بلوچستان ايالت کې نيول شوى و.

سرچينې وايي، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر وروسته له هغه ملا منصور له تحريک څخه وويست ، چې هغه د خپل ورور تر وژنې وروسته يوشمېر طالب قوماندانان  نيول  وو . 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.