ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلاله: د بهرنيو هوايي بريد ١٢ عام وګړي او ٤ وسله وال وژلي

author avatar
8 Sep 2013 - 10:27
author avatar
8 Sep 2013 - 10:27

اسعداباد (پژواک ١٧ وږى ٩٢): د کونړ چارواکي وايي، چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٢ ملکي وګړي او څلور وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون مازديګر ناوخته پنځه نيمې بجې په وټه پور ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې بهرنيو ځواکونو د وټه پور ولسوالۍ د قرو او ګنبير سيمو تر منځ ساحه کې د ملکي وګړو پر يوه ډاټسن موټر بمبار کړى  چې له امله يې ١٦ تنه وژل شوي دي.

والي وايي، چې په وژل شوو کې ١٢ عام وګړي او څلور وسله وال طالبان دي.

د وټه پور ولسوال يوسف زلمي د پېښې د پخلي تر څنګ پژواک اژانس ته وويل، چې بهرنيو ځواکونو د ملکي وګړو پر موټر بمبار کړى دى.

د نوموړي په وينا، دغه موټر غرنيزې سيمې ته روان و او په لاره کې په کې څلور وسله وال طالبان هم ختلي وو.

ولسوال وويل، چې په وژل شوو کې څلور ښځې، څلور ماشومان او اته لويان شامل دي.

زلمى وايي، چې په دې پېښه کې يو ماشوم سخت ټپي شوى و او د درملنې په موخه ننګرهار ولايت ته ولېږدول شو.

بلخوا وسله والو طالبانو ويلي، چې د امريکايي  ځواکونو په هوايي بريد کې ١٦ ملکي وګړي وژل شوي دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې حامدکرزي پرملکي خلکو، ښځو او ماشومانو برید د ټولو منل شویو نړیوالو اصولو پرخلاف عمل بللى او هغه یې په کلکه غندلى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي، چې په دې پېښه کې پنځه ښځې او ٧ ماشومان وژل شوي او ياده پېښه يې کلکه غندلې ده.

په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر وايي چې دوى د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د هوايي بريد پر مهال لس تنه وسلوال مخالفين وژلي دي.

سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې دوى هم په دې عملياتو کې د عامو وګړو د مرګ ژوبلې راپور ترلاسه کړى او دا ډول ادعاوي جدي نيسي.

ايساف وايي چې دوى په دې اړه پلټنې کوي او معلومات به رسنيو سره شريک کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.