ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان حاجيانو لېږد نن شپه پيلېږي

د افغان حاجيانو لېږد نن شپه پيلېږي

author avatar
8 Sep 2013 - 16:49
د افغان حاجيانو لېږد نن شپه پيلېږي
author avatar
8 Sep 2013 - 16:49

کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٢): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د لېږد لړۍ نن شپه پيلېږي.

د دې وزارت مالي او اداري مرستيال داعي الحق عابد، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن شپه په ١:١٥بجو د حاجيانو لومړنۍ ډله له کابله د سعودي عربستان پر لور حرکت کوي.

ده زياته کړه، په لومړني پرواز کې ٢٢٠ کسان شامل دي او د صافي خصوصي شرکت له لوري به ولېږدول شي.

د هغه په وينا، په راتلونکو ٢٤ ساعتونو کې څلور نورې الوتنې هم لري، چې يوه له کابله، دوه له مزار شريف او يوه الوتنه له هرات څخه ترسره کېږي، چې په ټوليز ډول به ١١٦٧ کسان ولېږدوي.

له دې مخکې د حج او اواقافو وزارت د خپرونو رييس پژواک ته ويلي و، چې سږکال به له افغانستان څخه د حج مراسمو د ادا کولو په موخه ٢٤زره کسان ولېږل شي.

د ده په وينا، دغه شمېر حاجيان به د يوې مياشتې په موده کې د کابل، کندهار، هرات او مزارشريف له هوايي ډګرونو څخه د دولتي اريانا شرکت او کام اير او صافي خصوصي شرکتونو له لارې ولېږدول شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.