ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ پخوانى سناتور ووژل شو

د بلخ پخوانى سناتور ووژل شو

author avatar
9 Sep 2013 - 15:33
د بلخ پخوانى سناتور ووژل شو
author avatar
9 Sep 2013 - 15:33

مزار شريف (پژواک ١٨ وږى ٩٢): د بلخ ولايت د تېرې دورې سناتور حاجي عبدالغني په مزار شريف ښار کې د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شو.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د وږي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د تېرې دورې پر سناتور حاجي عبدالغني د مزار ښار لوېديځ ته د شبرغان پر لويه لاره د الفلاح روغتون ته څېرمه بريد شوى دى.

قادري وويل، چې په بريد کې پخوانى سناتور ځاى پر ځاى وژل شوى او دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

دى وايي، چې ساتونکي يې روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې څه ونه ويل.

د فريد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې پر حاجي عبدالغني په ياده سيمه کې له يوې فرعي لارې پاخه سړک ته په ختو ډزې وشوې.

د هغه په وينا، چې وسله وال له بريد وروسته په تېښته بريالي شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه بريد مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

حاجي عبدالغني چې د تېرې دورې سناتور و، يو له پخوانيو جهادي قوماندانانو څخه و او په حزب اسلامي او جمعيت سلامي جهادي ګوندونو کې پاتې شوى و. 

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.