ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له ټاکنو پرته د افغانانو لپاره بل هر برداشت زهر دى”

“له ټاکنو پرته د افغانانو لپاره بل هر برداشت زهر دى”

author avatar
9 Sep 2013 - 16:37
“له ټاکنو پرته د افغانانو لپاره بل هر برداشت زهر دى”
author avatar
9 Sep 2013 - 16:37

کابل (پژواک ١٨ وږى ٩٢): د ولسمشر لومړي مرستيال  د ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار وکړ او ګواښ يې وکړ، چې د افغانستان خلکو ته له ټاکنو پرته د بل څه په اړه فکر کول زهير دي.

مارشال محمد قسيم فهيم نن په هغې غونډه کې، چې د “شهيد اونۍ” او د احمد شاه مسعود د وژل کېدو د ١٢ کليزې په مناسبت  د کابل د لويې جرګې په خېمه کې جوړه شوې وه، وويل، چې ټاکنې به پر خپل وخت تر سره شي، هېچا ته به  د ټاکنو د ګډوډولو اجازه ورنه کړي.

هغه په دې غونډه کې چې د سياسي ګوندونو او د حضرت صبغت الله مجددي، عبدالرب رسول سياف او ډاکتر عبدالله په ګډون جوړه شوې وه  وويل: ((موږ په دولت کې يو، مسووليت لرو، چې د ښاغلي کرزي د دورې تر پاى او ټاکنو ترسره کېدو پورې  خپلې وروستۍ هڅې وکړو، څو ټاکنې ترسره شي.))

خو مارشال فهم ګواښ وکړ، چې د افغانستان خلکو ته هر ډول بله اخيستنه او فکر د زهرو مانا لري او افغانستان به نور هېڅکله هم تېر ته ستون نه شي او ټاکنې ترسره کېږي.

نوموړي وويل، دا چې سياسي کتلې جوړېږي،  څو همنظره ګروپونه سره يو ځاى کېږي،  دا د ټاکنو په لار کې د خورېدو پر ځاى يوه بريا ده.

فهيم وايي، سره له دې چې د سولې عالي شورا شته، خو بيا هم بايد يوه ملي کمېټه تشکيل شي، څو د سولې لارې چارې ولټوي.

هغه وويل: ((زما په شخصي نظر بايد د ولسمشرۍ راتلونکى کانديد درې معياره (مسلمان والى، جهاد کول او افغانيت) ولري، د نوماندۍ لپاره يواځې افغانيت معقول نه دى، ځکه چې موږ په دې برخه کې قربانۍ او شهيدان ورکړي.))

د ولسمشر لومړي مرستيال په ډاګه کړه: ((زموږ مسووليت دلته نه خلاصېږي،  چې موږ يواځې ټاکنې وکړې او په دې ملک کې نظام جوړ شو،  هېواد بايد د نېکمرغۍ پر لور ولاړ  شي، ملي يووالى رامنځته شي، مدني ټولنه دې جوړه شي او هېواد د ودې او پرمختګ په لور ولاړ شي.))

مارشال فهيم وويل، ټاکنې په داسې حال کې ر ا روانې دي، چې په هېواد کې له بهرنيو ځواکونو پوځي او امنيتي لېږد او سوله هم مهمه ده.

هغه زياته کړه، چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د نا امنيو او د کورنيو  جګړو د پيل په اړه د خلکو اندېښنې بې ځايه او زهرناک تبليغات دي.

د ولسمشر لومړي مرستيال وويل: ((زه ډاډ ورکوم، امنيتي ځواکونه چې اوسمهال د دښمن پر وړاندې جبهو کې څومره قربانۍ ورکوي، د جهاد پر مهال يې نه ورکوله.))

هغه زياته کړه: ((که امريکا له افغانستانه هر وخت وځي، پاکستانيان راځي او جنگېږي، موږ ورسره مخکې هم جګړه کړې او بالاخره به را پرځېږي، افغانستان د پاکستان هېواد نه دى، زموږ هېواد دى، که بهرنيان وي يا نه؛ افغانستان شته.))

د هغه په خبره، طالبان په ١٣٧٠مه لسيزه کې د حکومت کولو لپاره نه وو جوړ شوي، بلکې د لاسپوڅي په توګه راغلي وو او د پاکستان په ملاتړ يې د افغانستان ٩٥ سلنه خاوره ونيوله.

مارشال فهيم وويل، که طالبان جګړه کوي، نو واک يې دى، که د پاکستان يا نورو هېوادونو په واک کې دي، نو د قضيې يو اړخ دى، بايد خبرې  او سوله ورسره وشي، عمده اړتيا همدا سوله ده.

هغه زياته کړه: ((نن موږ د ټاکنو پر لور ځو،  خو دا هېره نه کړئ، چې سوله زموږ د ټولنې له حتمي اړتياوو څخه ده، که سوله ونه شي، جګړه اوږدېږي، بالاخره دغه هېواد بې ثباته کېږي، هر څومره که ټاکنې هم وشي او امنيتي ځواکونه امنيت ونيسي، بيا هم جګړه جګړه ده، بې ثباتي رامنځته کوي، د انسانانو ټول ژوند ورسره ټکنۍ کېږي.))

نوموړي زياته کړه: “سوله هغه وخت راځي، چې له ځانه تېر شو او زغم ولرو، له دې پرته سوله امکان نه لري.”

د ولسمشر لومړي مرستيال زياته کړه، چې افغانستان له بېلابېل قومونو، جغرافيې او سليقو څخه جوړ شوى هېواد دى او هېڅوک هم په  کې په يواځېتوب سره يو حکومت  يا نظام نه شي جوړولى،  بايد يو ملي نظام جوړ شي، يوه ملي کمېټه دې رامنځته شي او سوله دې  خوندي شي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.