کابل (پژواک١٩سنبله٩٢): د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، پلان لري چې د تلې په پنځمه په کليو کې د راىه ورکوونکو د نوم ليکنې بهير پيل کړي.
دوی وايي دا پلان چې اوسمهال په کمېسيون کې تر بحث لاندې دى، ډېر ژر به تصويب شي.
د نوم ليکنې د بهير لومړى پړاو د ولايتونو په مرکزونو کې د غبرګولي په پنځمه او ورسره دويم پړاو د ولسواليو په کچه د زمري په پنځمه پيل شوى او د تلې په پنځمه بشپړېږي.
د ټاکنو کمېسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي او ددې کمېسيون د دارلانشاء مشر ضياوالحق امرخېل نن مشرانو جرګې ته غوښتل شوي وو، ترڅو د نوم ليکنې بهير او راتلونکو ټاکنو په اړه ددوى پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووايي.
امنيتي اندېښنې هغه څه وو ، چې د مشرانو جرګې غړيو د کمېسيون چارواکيو د رڼو او سراسري ټاکنو پروړاندې خنډ وبلل او له امنيتي ارګانونو يې وغوښتل ، چې د ټاکنو د بهير امنيت ډاډمن کړي.
ګل احمد اعظمي، بلقيس روشن، عبدالحنان حق ويون، محي الدين منصف، بشير صميم او موسى خان هوتک د جرګې هغه غړي وو، چې د راتلونکو ټاکنو په اړه يې خپلې اندېښنې د ټاکنو کمېسيون له چارواکو سره شريکې کړې.
د ټاکنو کمېسيون چارواکيو ته د دوى عمده سپارښتنې دا وې، چې د نوم ليکنې موده وغځوي، مرکزونه يې ډېر کړي او ګرځنډه ډلې ورته رامنځته کړي، په ټاکنو کې د درغلۍ د مخنيوي لپاره سر له اوسه اړين ګامونه واخلي او د عامه پوهاوي لپاره وړ کسان پر دندو وګوماري.
د ټاکنو کمېسيون چارواکيو د جرګې غړو ته ډاډ ورکړ ، چې د ټاکنو د روڼوالي لپاره به خپلې هڅې ونه سپموي او ددوى د سپارښتنو د عملي کولو لپاره به ټول اړين ګامونه واخلي.
د ټاکنو کمېسيون د دارلانشاء مشر ضياالحق امرخېل وويل، چې د نوم ليکنې د بهير د دويم پړاو تر بشپړېدو وروسته، دوى پلان لري ، چې د تلې په پنځمه په کليو کې د راىه ورکوونکو د نوم ليکنې بهير پيل کړي.
د امرخېل په وينا، د غبرګولي په پنځمه د نوم ليکنې د بهير له پيله تر اوسه تر يوه ميليون ډېرو کسانو د رايې ورکونې کارتونه اخيستي او کمېسيون د څلور ميليونه کسانو لپاره تيارى لري.
دى وايي که چېرې امنيتي ارګانونه د دوى د کارکوونکو او وسايلو امنيت ډاډمن کړي، نو په کليوکې به د تلي په پنځمه د نوم ليکنې مرکزونه پرانيزي.
هغه وايي ، دا کار ځکه کوي چې پاتې کسان او په ځانګړي توګه هغه ښځې کارت واخلي، چې د نوم ليکنې د مرکزونو د لرې والي امله بې برخې پاتې دي.
خو د ده په وينا، ددې پلان جزييات ځکه نه شي وړاندې کولى ، چې تر اوسه وروستى شوى نه دى او کار پرې روان دى .
امرخېل وويل، چې په راتلونکو ټاکنو کې د درغلۍ د مخنيوي لپاره د ټاکنو کمېسيون خپلو تېرو تجربو ته په کتو يو پلان ترتيب کړى دى.
هغه وويل، چې د ټاکنو لپاره د استخدام په پروسه کې روڼوالى او د ټاکنو پروسې لپاره د نويو کارکوونکو ګومارل هم ددې پلان برخه ده او په پام کې ده ، هغه کسان بيا پر دندو ونه ګومارل شي ، چې په تېرو ټاکنو کې پر درغليو تورن دي .
امرخېل وايي ،چې د درغلۍ په مخنيوي کې څارونکي عمده رول لري او په تېرو ټاکنو کې ٣٠٠ زره کسانو د ټاکنو څارنه کوله.
دى زياتوي:”کله چې مرکز کې ناظر وجود ولري، او کارمند په ښه شکل استخدام شوى وي ، روزنه ولري او امنيت وجود ولري، زه متيقن يم چې تقلب کار ته به هېڅ وخت ددې جرئت ورنکړل شي، چې تقلب وکړي.”
امرخېل وويل ، چې د سراسري ټاکنو لپاره د ټاکنو کمېسيون خپل ټول لازم تدبيرونه نيولي دي . خو هغه پر امنيتي ارګانونو غږ وکړ ، چې د امنيت ډاډ يې يواځې د کاغذ پر مخ نه وي، بلکې عملي جنبه ولري.
هغه وويل،چې کمېسيون د ټاکنو له نېټې ١٦ مياشتې مخکې امنيتي ارګانونو ته د ٦٨٤٥ رايې مرکزونو نوملړ ورکړ، تر څو د امنيت په اړه يې کمېسيون ته ډاډ ورکړي.
دى وايي، چې امنيتي ارګانونو ويلي، چې په ٣٤٣٥ مرکزونو کې امنيتي ګواښ نشته او د ٢٥٩ مرکزونو امنيت نه شي نيولى ، خو د نورو ځينو امنيتي ګواښونه لږ، د ځينو متوسط او د ځينو ډېر دي .
د ټاکنو کمېسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي د ټاکنو د روڼوالي لپاره د خلکو، مدني ټولنو او حکومت همکاري اړينه وبلله ، خو په ټينګار سره يې وويل چې د ټاکنو کمېسيون به په دې بهير کې هېڅ راز کورنى او بهرنى فشار ونه مني.
هوتکي وويل، چې د ټاکنو کمېسيون د ټاکنو په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي د ورکولو لپاره ٨٥٠ مبلغان ګومارل شوي او په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې د دويم پړاو په پيل سره دغه شمېره لوړه کړي.
ټاکل شوې ، چې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي ١٣٩٣ کال د وري په ١٦ ترسره شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن