لښکرګاه( پژواک، ١٩ وږى ٩٢) : چارواکي وايي، چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې چاودنې پنځه ملکي وګړي ټپيان کړل .
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د وږي په ١٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې په يوه موټر سايکل کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.
هغه وايي، چې د لښکرګاه ښار د بولان په سيمه کې د پوليسو يو موټر له سيمې تېرېده،چې چاودنه وشوه او په کې ملکي وګړي ټپيان شول.
د ځواک په وينا، په چاودنه کې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.
د پېښې يو عيني شاهد سردار محمد وايي،چې په چاودنه کې دوه ماشومان هم ټپيان شوي دي.
هغه زياتوي، د يو تن ټپي ماشوم روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د يادې چاودنې په اړه تراوسه د دولت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن