ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د اتو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

هرات کې د اتو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
12 Sep 2013 - 17:21
هرات کې د اتو وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
12 Sep 2013 - 17:21

هرات (پژواک ٢١ وږى ٩٢): چارواکي وايي، چې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال اته وسله وال مخالفين وژلي دي.

په لوېديځ زون کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د کومانډو  کنډک وياند ډګروال نستوه ناصري د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات يې تېره شپه د شينډنډ په زيرکو سيمه کې ترسره کړي دي.

نوموړي زياته کړه، عمليات د شپې ناوخته پيل شول او تر نن سهاره يې دوام درلود، چې په ترڅ کې يې اته وسله وال ووژل شول او درې  نور ټپيان شول.

 هغه زياته کړه، د عملياتو په ترڅ کې نه امنيتي ځواکونو او نه هم د سيمې خلکو ته زيان رسېدلى او همدارنګه اوه کلي له وسله والو پاک شوي دي.

د ده په وينا، چې ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې هم نيولي دي.

 د سيمې اوسېدونکي سيداجان پژواک اژانس ته وويل، وسله وال عام خلک د سپر په توګه کاروي، چې بيا د عملياتو په ترڅ کې عامو خلکو ته زيان اوړي.

د ده په وينا، چې ټوله شپه د سيمې خلک نا ارامه وو، هرې خوا ته ډزې اورېدل کېدې.

شينډنډ د هرات ښار سوېل ختيځ ته په ۱۴۵ کيلومترۍ کې پرته نا امنه ولسوالۍ ده، چې له  ايران سره اوږده پوله لري.

 په دې ولسوالۍ کې تېره ورځ  د طالبانو په يوه غلچکي بريد کې د ملي اردو دوه سرتېري هم ووژل شول.

وسله والو طالبانو د شينډنډ د عملياتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.