پل علم (پژواک ٢١ وږى ٩٢): چارواکي وايي، چې د لوګر په مرکز پل علم کې د کابلبانک ودانۍ مخې ته د ماين چاودنې يو ملکي وګړى وژلى او د اردو درې سرتېري يې ټپيان کړي دي.
د لوګر د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال محمدجان عابد د وږي په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه نن ماسپښين شاوخوا درې بجې په يوه وياله کې د اېښودل شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوه.
نوموړي زياته کړه، چې چاودنه له يادې ساحې د ملي اردو د موټر د تېرېدو پر مهال رامنځته شوه او له امله يوه ١٤ کلن زلمى چې بولاني يې خرڅول وژل شوى او يو دوکاندار ټپي دى.
دغه راز عابد وايي، چې په پېښه کې د ملي اردو درې سرتېري هم ټپيان شوي او موټر زيانمن شوى دى.
هغه زياته کړه، چې د ټپي شوي يوه سرتېري روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير وايي، له چاودنې سمدستې وروسته پوليس په سيمه کې عمليات پيل کړل خو تر دې مهال يې په تړاو څوک نه دي نيولي.
د پل علم ښار يو هټۍ وال او د پېښې عيني شاهد عبدالحميد وايي، چاودېدونکي توکي د کابلبانک مخې ته په وياله کې ځاى پر ځاى شوي و.
هغه زياته کړه، چې د پېښې په سيمه کې سهار مهال ګڼه ګوڼه زياته وي، که دغه وخت چاودنه شوې واى ډېر مرګ ژوبله به يې رامنځته کړې وه.
د يادې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن