ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزي په ايران کې د افغان کډوالو د استوګنې د مودې غځولو غوښتنه وکړه

حامدکرزي په ايران کې د افغان کډوالو د استوګنې د مودې غځولو غوښتنه وکړه

author avatar
13 Sep 2013 - 15:25
حامدکرزي په ايران کې د افغان کډوالو د استوګنې د مودې غځولو غوښتنه وکړه
author avatar
13 Sep 2013 - 15:25

کابل (پژواک ٢٢ وږى ٩٢): د افغانستان او ايران ولسمشرانو د سولې، افغانستان او امريکا او نورو هېوادونو ترمنځ  د امنيتي تړونونو، له تروريزم سره پر مبارزې او په ايران کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

په هغې خبرپاڼه کې ، چې د ولسمشرۍ ماڼې له خوا پژواک ته را لېږل شوې، راغلي، چې دغه خبرې ولسمشر حامد کرزي له خپل ايراني سيال ډاکټر حسن روحاني سره د شانګهاى سازمان د مشرانو د غونډې په څنګ کې د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کې کړې دي.

ولسمشر کرزي وويل، افغانستان تل هڅه کړې، چې له ايران سره خپلې اړيکې پراخه کړي.

ډاکټر حسن روحاني، افغانستان ته د تلپاتې سولې په هيله وويل، چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټېنګښت غوښتونکى دى، ځکه چې سوله ييز افغانستان د ايران په ګټه ده.

حامد کرزي په دې ليدنه کې په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو د استوګنې مودې دغځولو غوښتنه هم وکړه او هيله يې وښوده ، چې هېواد ته د کډوالو ستنېدنه  د دوى په خپله خوښه وي.

 د ايران ولسمشر ډاډ ورکړ، چې هېواد يې په تېرو ٣٥ کلونو کې د افغان کډوالو مېلمه پالنه کړې او نه غواړي ، چې وځورول شي، خو زياته يې کړه، هغه افغانان چې د استوګنې کارت نلري، بايد اړوندو ادارو ته ځان ور وپېژني او کارت واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې راپورونه خپاره شوي وو، چې ايران ٦٠٠ زره افغان کډوالو ته، چې د استوګنې د وېزې  وخت يې د پاى ته رسېدو په حال کې دى،  له دغه هېواد څخه د وتلو  لپاره دوه اونۍ وخت ورکړى.

ټاکل شوې وه، چې د دوى د وېزې وخت د وږي په ١٥ مه پاى ته ورسيږي، خو تېره اونۍ د کډوالو چارو وزير په مشرۍ د افغانستان يو لوړ پورى پلاوى ايران ته لاړ او د ايراني چارواکو تر ليدنې وروسته يې وويل، چې د کډوالو د استوګنې موده به يوه کال نور هم وغځيږي.

د افغانستان ولسمشر د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د شانګهاى د همکاريو سازمان د مشرانو په ديارلسمه غونډه کې د ګډون په موخه پرون د يو دوه ورځني سفر لپاره   قرغزستان ته تلى دى.

 

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.