پلخمرى( پژواک،٢٢ وږى ٩٢): په بغلان ولايت کې د ناقانونه وسله والو په نښته کې څلور تنه وژل شوي دي.
ددغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد صادق مرادي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه نښته تېر ماښام د خوست ولسوالۍ په خاووش سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د دواړو ناقانونه وسله والو له لوري څلور ته وژل شوي دي.
مرادي د نښتې لامل پخوانۍ شخصي او کورنۍ دښمني بولي او وايي، چې سيمې ته امنيتي ځواکونه لېږل شوي ، چې په اړه يې پلټنې وکړي.
خو د سيمې يو تن اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل، چې دغه نښته د دوو پخوانيو جهادي قوماندانانو عبدالحنان او بشير ترمنځ شوې ده.
د هغه په وينا، دغه نا قانونه قوماندانان ١٥٠ وسله وال لري ، چې له يو بل سره نښلي او د خلکو ژوند ته خطر پېښوي.
سرچينې وويل: (( موږ څو ځله د بغلان له چارواکو څخه غوښتي ، چې دغه کسان بې وسلې کړي، خو تر اوسه چا اقدام نه دى کړى.))
خو امنيتي چارواکي وايي، هر کله چې دوى د دغو ناقانونه وسله والو د بې وسلې کولو په موخه سيمې ته ځي، دوى غرونو ته تښتي او دولت دومره کافي ځواک نلري ، چې په غرونو کې يې ونيسي.
د يادونې ده، چې شپږ مياشتې وړاندې هم په دغه ولسوالۍ کې د ناقانونه وسله والو په نښته کې يوماشوم وژل شوى او دوه نارينه ټپيان وو، چې دغه کار د خلکو دکرکې او غوسې لامل شوى و.
خوست ولسوالۍ د بغلان ولايت د مرکز پلخمري ښار په ١٣٦ کيلومترۍ کې پرته ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن