ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د امريکا پر کونسلګرۍ بريد پاى ته ورسېد

په هرات کې د امريکا پر کونسلګرۍ بريد پاى ته ورسېد

author avatar
13 Sep 2013 - 06:59
په هرات کې د امريکا پر کونسلګرۍ بريد پاى ته ورسېد
author avatar
13 Sep 2013 - 06:59

هرات،درېيم تعقيب (پژواک ٢٢وږى ٩٢): په هرات کې د امريکا پر کونسلګرۍ بريد د اوو بريدکوونکو او دوو امنيتي سرتېرو په وژل کېدو او د ١٩تنو په ټپي کېدو پاى ته ورسېد.

دغه بريد نن سهار شاوخوا پنځه نيمې بجې د يو شمېر بريدګرو له خوا د  هرات په پنځه ستوري هوټل ، چې د امريکا کونسلګري په کې ده ، وشو.

د هرات امينه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صافي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه بريد د امريکايي او ايټالوي ځواکونو د عملياتو په پايله کې نن له غرمې مخکې يوولس بجې پاى ته ورسېد.

 ده وويل ، چې لومړى يوه بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د کونسلګرۍ  د نظام قرول له دروازې سره چاودنه ورکړه او دويم بريد کوونکي بل موټر د نظام قرول په دروازه کې و چاوه.

 هغه وايي، چې درېيم پلي بريدکوونکي له چاودېدونکو توکو ډک خپل واسکټ ته د کونسلګرۍ په انګړ کې چاودنه ورکړه او نورو بريد کوونکو نښته پيل کړه .

 د قوماندان په وينا، چې د بريد کوونکو پنځه جسدونه د پېښې په ځاى کې پاتې دي او د بريدکوونکو دوه نور جسدونه د موټر بم په چاودنو کې له منځه تللي دي  

 دده په خبره ، بريد کوونکو د کونسلګرۍ د ساتونکو په څېر نظامي لباس اغوستى و .

ده وويل ، چې په دې پېښه کې يو پوليس او يو د کونسلګرۍ ساتوونکى وژل شوي ، څلور پوليس ، د کونسلګرۍ يو ساتونکى او يو ژباړن ټپيان شوي دي.

خو دهرات د حوزوي روغتون مشر ډاکټر محمد رفيق شيرزى وايي ، چې  روغتون ته ١٩ټپيان راليږدول شوي ، چې د درې تنو روغتيايي حالت نازک دى .

 ده وويل چې په ټپيانو کې پنځه ماشومان ، دوه ښځې ، دوه ساتونکي ، دوه پوليس  او پاتې نور هم ملکي وګړي دي .

امنيتي مسوولين وايي ، چې افغان ځواکونو په دې عمليات کې له بهرنيو ځواکونو سره برخه نه درلوده او يواځې يې د کونسلګرۍ ساحه محاصره کړې وه .

 سره له دې چې عمليات پاى ته رسېدلي ، خو بيا هم په هوا کې چورلکې ګرځي  او دوه چورلکې د کونسلګرۍ په انګړ کې کيناستې.

وسله والو طالبانو ددغه بريد مسووليت پرغاړه اخيستى دى.

 په هغه ايميل کې چې د وسله والو طالبانو د وياند قاري يوسف احمدي له خوا پژواک اژانس ته راليږل شوى ، راغلي چې ددوى بريدکوونکي د کونسلګرۍ په دروازه کې له چاودېدونکو توکو څخه ډک د مازدا موټر تر چاودنې وروسته د کونسلګرۍ انګړ ته ننوتلي او په نښته بوخت شوي دي.

 د طالبانو په ادعا ، چې په دغه بريد کې تر دې مهال  ١٣بهرنيان او ١٢د ملي اردو هغه سرتيري،  چې هڅه يې کوله کونسلګرۍ ته ننوځي وژل شوي دي

قاري يوسف وويل :((موږ په دغه بريد سره ثابته کړه چې امريکايان په هيڅ ځاى کې نه دي خوندي. ))

 په هرات کې د امريکا کونسلګري په پنځه ستوري هوټل کې په داسې ځاى کې موقعيت لري ، چې دوه تفريحي ځايونه (تخت سفر او ملت باغ) او د هرات پوهنتون  ورسره نږدې دي.

د هرات يو شمير ښاريان شکايت کوي او وايي ، چې دغه ډول دپلومايتک ځايونه بايد په دغسې ګڼ مېشتو  ساحو کې نه وي.

 د يادونې ده ، چې تېرکال هم پر دغې کونسلګرۍ د راکټي بريد په ترڅ کې ددغې کونسلګرۍ يوڅه برخه زيانمنه شوې وه او طالبانو يې مسووليت پرغاړه اخيستى و .

 

 

 

 

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.