کابل (پژواک ٢٤ وږى ٩٢): د فوټبال ملي لوبډلې دوه غړي چې د سوېلي اسيا په سياليو کې لوبدلي، د ملي پوليسو له ليکو سره يو ځاى شول.
دغه دوه غړي حشمت الله بارکزى او رفېع بارکزى نومېږي او خپل پيوستون يې له پوليسو سره نن د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان کړ. ياده غونډه په کابل کې د کورنيو چارو وزارت له خوا د ملي لوبډلې د اتلولۍ د ستايلو په موخه نن په کابل کې جوړه شوې وه.
افغانستان تېره اونۍ هند ته دوه د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه او د سوېلي اسيا د فوټبال سياليو اتل شو.
حشمت الله بارکزي په نيپال کې د سوېلي اسيا د فوټبال سياليو په دويمه دوره کې د افغانستان په ګټه درېيم ګول وواهه او افغانستان درى پر صفر سره بوتان له خپلې مخې لرې کړ، رفيع بارکزى هم د دغو سياليو ځلېدلى لوبغاړى و.
دغه دوو فوټبالرانو په خپلو لنډو خبرو کې وويل، د مينې او علاقې له مخې غواړي، چې د پوليسو پله ليکو دنده ترسره کړي.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير محمدعمر داوودزي يادې غونډې ته د خبرو پر مهال په سوېلي اسيا کې د فوټبال ملي لوبډلې اتلولي وستايله او ويې ويل، چې دغه دواړه لوبغاړي کولى شي سر له سبا د پوليسو په چوکاټ کې فعاليت پيل کړي.
د فوټبال د ملي لوبډلې غړو هم خپلې ستونزې له کورنيو چارو وزارت سره مطرح کړې او ترانسپورت يې خپله عمده ستونزه وګڼله، چې وروسته بيا د کورنيو چارو وزارت دوه صرف موټر د دې ستونزې د حل په موخه په تحفه کې ورکړل.
د ملي لوبډلې بريا په هېواد دننه او بهر کې ستايل شوې، ګڼ شمېر کابل ښاريان او د نورو ولايتونو اوسېدونکو شپه ورځ د افغان لوبډلې بريا په شور او ولولو ونمانځله.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن