کابل (پژواک٢٤وږى٩٢): مشرانو جرګه د راتلونکې سې شنبې په ورځ امنيتي چارواکي ور وغواړي، تر څو په هيواد کې د وروستيو نا امنيو او د راتلونکو ټاکنو د امنيت د خونديتوب په اړه معلومات ورکړي .
د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د دې جرګې يو شمېر غړو د هېواد امنيتي حالات ترينګلي وبلل.
په دې جرګه کې د کابل استازي خالق داد بلاغي وويل ، چې په دې وروستيو کې د هېواد د نورو برخو ترڅنګ د لويو لارو امنيت ډير خراب شوى دى .
هغه زياته کړه ، چې په دې اړه بايد امنيتي مسوولين جرګې ته وغوښتل شي ، ترڅو د دې نا امنيو د لاملونو په اړه د جرګې غړيو ته معلومات ورکړي .
په ياده جرګه کې د پکتيا استازي عبدالحنان حق ويون وويل ، چې په دې وروستيو کې ځکه د نا امنيو کچه لوړه شوې ده ، چې ډيرى حکومتي چارواکي په ټاکنيزو کمپاينونو بوخت دي .
هغه زياته کړه : (( زه امنيتي مسوولينو ته وايم ،چې ټاکنو ته ډير وخت پاتې دى، وروسته به کمپاين وکړي اوس دې امنيت ټينګ کړي، په نورو کارونو دې ځان نه مصروفوي ، چې دا د خلکو له حق سره جفا ده .))
د مشرانو جرګې منشي سيد فرخ شاه جناب هم وويل ، چې په دې وروستيو کې د هېواد د نورو ولايتونو ترڅنګ په فارياب ولايت کې هم نا امني ډيره شوې ده .
هغه د بېلګې په توګه وويل ، چې د دې ولايت په قيصار ولسوالۍ کې څو ورځې وړاندې د بادغيس او فارياب ولايتونو طالبانو ګډ بريد کړى و .
دى وايي ، چې د وسلو او نورو تجهيزاتو د کمښت له امله امنيتي ځواکونه په دې ونه توانيدل ، چې د وسله والو مخالفينو سره جګړه وکړي .
ده زياته کړه : ((که د قيصار ولسوالۍ امنيتي حالات دغه شان وي نو له امکانه لرې ده ،چې په دې ولسوالۍ کې دې ټاکنې وشي .))
د غونډې په پاى کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل، د جرګې د رييسانو کمېټې پرېکړه کړې، چې امنيتي چارواکي بايد د امنيتي حالاتو د خرابېدو د لاملونو په اړه راتلونکې سې شنبې جرګې ته معلومات ورکړي .
هغه وويل ، چې په ياده ورځ کې په امنيتي چارواکي د ټاکنو امنيت د خونديتوب په اړه هم د جرګې غړيو ته معلومات ورکړي .
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه تر سره شي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن