فراه (پژواک ٢٥ وږى ٩٢): د فراه په زندان کې د ١٨٢ بنديانو د نه خوړو اعتصاب، چې تېره پنجشنبې پيل شوى، لا هم دوام لري.
دا څرګندونې د فراه د ولايتي شورا مشر عبدالبصير خيرخواه نن له غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه وويل، چې د دې موضوع د څېړلو په موخه د ده او يو شمېر ولايتي چارواکو په ګډون يو پلاوى چې د ولايت د مقام له خوا ټاکل شوى و، تېره شنبه له زندان څخه ليدنه وکړه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياد زندانيان ټول د دغه زندان د سياسي بلاک بنديان دي.
د ده په وينا، زندانيان وايي، له دې امله يې اعتصاب کړى، چې دوسيې يې نه څېړل کېږي او د بند مودې له هغه تخفيف څخه محروم شوي، چې د ولسمشر د فرمان له مخې بايد په پام کې نيول شوى واى.
د هغه د معلوماتو له مخې، له دغو زندانيانو څخه ١٢٠ يې هغه کسان دي چې ملي امنيت په تېر شاوخوا يو کال کې نيولي او دوسيې نه دي څېړل شوي.
د فراه د ولايتي شورا مرستيال عبدالحميد حميد چې هغه هم د ياد پلاوي غړى و، وايي زندانيانو ورته ويلي، چې د هغوى په اړه د ولسمشر د عفوې فرمان سم نه دى پلى شوى.
هغه وايي، زندانيان ادعا لري، چې د دغه فرمان په نوم درې تنه غير مستحق کسان د رشوت په بدل کې خوشي شوي دي.
د ده په وينا، اعتصاب کوونکي زندانيان د نه خوړو له امله ضعيف شوي او ګواښ کوي، چې تر هغه به اعتصاب ته دوام ورکړي، تر څو يې چې غوښتنې نه وي منل شوي.
د ولايتي شورا ياد چارواکي وايي، چې پلاوي په دې اړه د ولايت مقام او محکمې ته راپور ورکړى او تمه ده چې په اړه يې اړين اقدامات وکړي.
د فراه ښار اوسېدونکى محمديعقوب وايي، چې اوښى يې اته مياشتې مخکې د فراه ملي امنيت له وسله والو مخالفينو سره د اړيکو په تور نيولى او زنداني کړى، خو تر اوسه يې دوسيه نه ده څېړل شوې.
محمديعقوب وايي، چې له اعتصاب وروسته د خپل اوښي د ليدو لپاره زندان ته ورغى، خو د زندان ساتونکو اجازه ورنه کړه چې هغه وويني.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغه محبس مدير سمونوال عبدالقيوم اعظمي او د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال ميرويس نورزى وايي، چې په دغه زندان کې هېچا هم اعتصاب نه دى کړى.
خو د فراه والي محمدعمر شېرزاد له بي بي سره په خبرو کې منلې، چې شاوخوا ۱۲۰ سياسي بنديانو د نه خوړو اعتصاب پيل کړی دی.
دى وايي، چې بنديانو له مخکې خوراکي توکي له ځان سره زېرمه کړي دي او ګټه ترې اخلي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن