کابل (پژواک ٢٥ وږى ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته د کانديدانو د نوم ليکنې پروسه نن په رسمي ډول پيل کړه.
دا پروسه نن په يوه وخت د کابل پر مرکزي دفتر سربېره د ټاکنو خپلواک کمېسيون په ټولو ولايتي دفترونو کې هم پيل شوې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور نن په کابل کې يوې خبرې غونډې ته وويل، چې د کانديدانو د نوم ليکنې مرکزونه به سر له نن سهاره هره ورځ له اتو نه د مازديګر تر ٤ بجو پورې او د پنجشنبې په ورځ له اته نيمو تر يوې نيمې بجې روان وي.
نوموړى، چې د ټاکنوخپلواک کمېسيون په مرکزي دفتر کې يې خبرې کولې، تر اوسه هم (د غرمې له يوولسو بجو وروسته) د ولسمشرۍ رياست لپاره کوم کانديد نه ښکارېده، خو هغه په ډاګه کړه، چې دا بهير به د تلې مياشتې تر ١٤مې نېټې دوام ولري او په شرايطو برابر کسان کولى شي، خپل نوم وليکي.
نور زياته کړه، چې د ولسمشرۍ لپاره بايد هر نوم ليکونکى مجرم نه وي، د رايو سل زره کارتونه له ځان سره ولري او د ټاکنو خپلواک کمېسيون بانکي حساب ته يو ميليون افغانۍ ضمانت ورکړي.
سرچينې زياته کړه، چې د ولايتي شورا لپاره نوم ليکونکي بايد له ٢٠٠ څخه تر ٦٠٠ پورې د رايو کارتونه ولري او شل زره افغانۍ ضمانت ورکړي.
د نوم ليکونکو وروستۍ نېټه د لړم مياشتې په ١٦ مه اعلانېږي.
نور د خپلې خبري غونډې په بله برخه کې وويل، چې تر اوسه پورې د هېواد په کچه ٢٩ کسانو د ولسمشرۍ لپاره او ١١٢٦ کسانو د ولايتي شوراګانو لپاره د نوماندۍ کڅوړې ترلاسه کړې، چې په ولايتي شوراګانو کې ١٠٠ ښځې هم دي.
هغه د يادو کڅوړو د اخيستونکو نوم مشخص نه کړ.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون يوې باوري سرچينې تېره ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ځينو مهمو څېرو په ګډون ٣٠ کسانو د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره دغه کڅوړې ترلاسه کړې دي.
د ملي اېتلاف د مشر ډاکترعبدالله عبدالله، د دغه اېتلاف د غړي احمدضياء مسعود، ډاکتر اشرف غني احمدزي، د سوداګرۍ وزير ډاکتر انورالحق احدي، د حق او عدالت ګوند مشر حنيف اتمر او د افغانستان د خلکو ملي اسلامي وحدت ګوند مشر محمدمحقق نومونه د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو په توګه اخيستل کېږي.
په دې ډله کې د دفاع پخواني وزير جنرال عبدالرحيم وردګ، د ولسمشر سلاکار حکيم نورزي، د ننګرهاروالي او سلاکار وزير ګل اغا شېرزي، سردار محمدنعيم نادر، انجنيرعبدالله کندهارى، پخوانى نوماند سرور احمدزى، د همبستګى حرکت ګوند مشر دل اقا کوهدامني، داوود سلطانزوى، حاجيه خديجه غزنوي، محمديوسف وياړ، يونس فکور او د يو شمېر نورو نمونه هم اخيستل کېږي.
د ټاکنو خپلواک کېسيون رييس وايي، چې د روان کال د تلې مياشتې له پنځمې نېټې وروسته د دوى ګرځنده ډلې په ټول هېواد کې لرو پرتو سيمو ته ځي او په شرايطو د برابرو رايه ورکوونکو نوم ليکنه کوي او کارتونه ورکوي.
هغه زياته کړه، چې دغه پروسه به تر ٤٥ ورځو پورې دوام ولري.
راتلونکو ټاکنو ته د ولسشمرۍ او ولايتي شوراګانو کمپاينونه د لړم مياشتې په ٢٦ مه پيلېږي او د راتلونکي کال د وږي مياشتې تر ١٣ مې نېټې به دوام وکړي.
راتلونکو ټاکنو ته د نوماندانو د نوم ليکنې په را نږدې کېدو د سياسي ډلو، اېتلافونو او بېلابېلو بنسټونو تر منځ خبرې خپل اوج ته رسېدلې دي.
د اپوزېسيون يو شمېر ډلې، سياسي ګوندونو او بلخ والي عطا محمد نور څو ورځې وړاندې د انتخاباتي اتحاد په نامه يوه ډله اعلان کړه.
له بلې خوا ويل کېږي، چې د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول به دې ټاکنو ته د دولت د نوماند په توګه وړاندې شي، چې لومړى مرستيال به يې عطا محمد نور او دويم محمد محقق وي.
همدارنګه د ځينو سياسي ډلو، څېرو اواېتلافونو تر منځ هم د ډاکتر اشرف غني احمدزي د کانديدۍ پر سر خبرې روانې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن