اسعداباد (پژواک ٢٥ وږى ٩٢): د پاکستاني ځواکونو له خوا د کونړ پر ناړۍ ولسوالۍ يو ځل بيا ٤٠ توغندي توغول شوي دي.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پاکستاني پوځ له خوا پر ناړۍ ولسوالۍ ٤٠ توغندي توغول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دا توغندي د ناړۍ ولسوالۍ په باټاش او انچه ګل سيمو کې لګېدلي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.
والي وايي، چې په دغو بريدونو کې چا ته ځاني زيان نه دى اوښتى، خو خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.
د جلاله په وينا، د دغو بريدونو له امله ګڼ شمېر کورنۍ کډې کولو ته اړ شوې او که مخه يې ونه نيول شي، نو خلکو ته به نور زيانونه هم واړوي.
د يادونې ده، له تېرو دوو کلونو راهيسې په پرله پسې توګه د پاکستاني ځواکونو له خوا د کونړ پر بېلا بېلو ولسواليو توغنديز بريدونه کېږي، چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او سلګونه کورنۍ کډې کولو ته مجبورې کړې دي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن