کابل ( پژواک وږى ٩٢) : امنيتي چارواکي وايي،د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې ١٣ طالبان وژل شوي او پنځه ټپيان دي ، خو طالبان وايي، چې هلته يې د ملي اردو پنځه سرتېري وژلي دي.
د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ په افغانيه او غين درو کې له تېرو څلورو ورځو راهيسې د افغان امنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات روان دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونوال اسدالله حميدي،نن له غرمې مخکې پژواک خبري اژانس ته وويل،چې په دې عملياتو کې له تېر مازيګر راهيسې د طالبانو له خوا د دې ولايت د تګاب ولسوالۍ لپاره د نومول شوي ولسوال محب الله په ګډون ١٣ طالبان وژل شوي دي.
هغه وويل، چې محب الله له ١٨ وسله والو طالبان سره د غين درې ته راغلى و او په همدې دره کې له ١٢ نورو طالبانو سره ووژل شو.
دى وايي، چې د وژل شويو کسانو مړي د جګړې پر ډګر پاتې دي ،خو د دولتي ځواکونو لاسته نه دي ورغلي.
هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې ملکي خلکو او دولتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او تر اوسه د يادو درو له ٨ کليو څخه وسله وال مخالفين ايستل شوي دي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي،چې نن سهار په غين دره کې د ملي اردو ځواکونو پر ګزمه په وسله وال بريد کې د ملي اردو پنځه تنه وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي .
ده د يادو ١٣ طالبانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
د کاپيسا امنيتي چارواکيو تېره ورځ ويلي وو،چې د وسله والو مخالفينو پر ضد په يادو عملياتو کې درې طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
دغه راز د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي چارو مسوول همايون رشيد، تېره ورځ ويلي و، چې په افغانيه او غين درو کې د عملياتو پر مهال په نښتو کې دوه ملکي وګړي، دوه پوليس او يو د ملي اردو سرتېرى ټپيان شوي هم دي .
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن