فراه ( پژواک،٢٨وږى٩٢): د فراه زندان ١٨٢ بنديانو د نه خوړو اعتصاب ، چې تېره پنجشبې يې پيل کړى و، له کابل څخه د ورغلي پلاوې په هڅو پاى ته ورسيد.
د دې زندان د سياسي بلاک ياد شوي اعتصاب کوونکو زندانيانو ويلي، له دې امله يې اعتصاب کړى،چې د بند مودې د تخفيف له فرمان څخه محروم شوي او دوسيې يې نه څېړل کيږي.
تېره ورځ له کابل څخه د سترې محکمې د قطعي او نهايي احکامو د پلي کېدو د څارنې مشر قضاوت پال سيد مراد شريفي په مشرۍ دغه ولايت ته يوه پلاوي سفر وکړ ، تر څو دغه ستونزه له نږدې وڅېړي.
شريفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له اعتصاب کوونکو بنديانو سره يې کتلي او نن له غرمې وروسته په يوه بجه دغه اعتصاب پاى ته ورسېد.
هغه زياته کړه، چې د بنديانو دوسيې به په دقيقه توګه و څيړي او هغه کسان به خوشې شي ، چې د بند موده يې پوره شوې وي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن