کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٢): ولسمشر کرزي له ديني عالمانو او قومي مشرانو غوښتي، چې له طالبانو سره خبرې وکړي، ترڅو د هېواد د بچيانو له تعليم سره خپله دښمني پاى ته ورسوي.
له ارګ څخه د وږ ي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامدکرزي د خپلې راډيويي وينا له لارې، د هېواد په تودو سيمو کې ټولو زده کوونکو، ښوونکو او استادانو ته د نوي ښوونيز کال د پيلېدو مبارکي ورکړه.
په تودو سيمو کې د ښوونځيو نوى تعليمي کال دوه اونۍ وړاندې (د وږي په ١٦مه) پيل شو.
کرزي د هېواد پر پلرونو او ميندو غږ کړى، چې د ښوونځي په عمر برابر بچيان، که هلکان دي که نجونې، په ښوونځيو او مدرسو کې شامل کړي، چې په دې سره به د خپلو کوچنيانو، کورنۍ او هېواد راتلونکې روښانه کړي.
نوموړى وايي: “ښايي په ځينو تودو سيمو کې د طالبانو د ګواښونو او ممانعتونو له امله ځينې ښوونځي او ديني مدرسې بندې وي او طالبان زموږ د بچيانو د زده کړې مخه ونيسي، خو دا ډول ممانعت له دين، وطن او د وطن له اولاد سره د سختې دښمنۍ معنا لري.”
ولسمشر کرزي يو ځل بيا پر طالبانو غږ کړى، چې د دغه هېواد د بچيانو له تعليم سره له دښمنۍ لاس واخلي.
هغه د يادو سيمو ديني عالمانو، قومي مشرانو او سپين ږيرو ته وړانديز کړى، چې له خپل اغېز نه په ګټې اخيستنې له طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی پوه کړي، چې د هېواد د بچيانو له تعليم سره مخالفت ونه کړي.
د ويلو ده، چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يو شمېر ښوونځي تړلي دي.
طالبانو د ولسمشر د دې بيانيې په غبرګون کې څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې يې په ډاګه کړې، چې له تعليم سره مخالفت نه لري.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن