ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“استاد رباني ته درناوى، موږ د هغه موخو ته رسوي”

“استاد رباني ته درناوى، موږ د هغه موخو ته رسوي”

author avatar
20 Sep 2013 - 14:28
“استاد رباني ته درناوى، موږ د هغه موخو ته رسوي”
author avatar
20 Sep 2013 - 14:28

کابل (پژواک ٢٩ وږى ٩٢): ولسمشر حامد کرزى وايي، چې افغانستان د استاد رباني هغې موخې ته، چې د هېواد خپلواکي وه، رسېدلى او اوس يې بايد بنسټ يې ټينګ وساتو.

ولسمشر کرزي دغه څرګندونې د جهادي رهبر او د سولې شورا پخواني مشر استاد رباني د دويم تلين د نمانځنې په مراسمو کې د خپلې وينا پر مهال وکړې.

هغه وويل: ((استاد رباني يو حليم، ولسي او ولس دوست شخصيت و او له ټول افغانستان سره په اړيکه کې و، د هغه علم او پوهه ټولو ته ښکاره وه، د هغه موخه د افغانستان ثبات، سوله او خپلواکي وه، په دې لاره کې يې هڅه وکړه، خپل نيت، عزم او عقيده يې هم ثابته کړه.))

ولسمشر کرزي زياته کړه، استاد رباني ويلي وو، چې د افغانستان د سولې لپاره له عزت او ژوند نه هم تېرېږم، ثابت يې هم کړه او ووژل شو.

د ولسمشر په خبره، له ګاونډيو هېوادونو سره نېکې اړيکې، ورورګلوي او د هېواد پرمختګ او سوله د رباني نورې موخې وې.

حامد کرزي وويل: ((د هغه تشه هره شېبه احساسوو، کاشکې هغه نن له موږ سره واى، استاد ته خدمت، د هغه حرمت، استاد ته احترام، موږ د هغه موخو ته رسوي.))

هغه په افغانستان کې سوله غوښته او موږ بايد د سولې لپاره هڅه وکړو او خوښ يو چې د ټولو په اتفاق، د هغه زوى د سولې شورا مشر دى.

ولسمشر د دې خبرې په کولو، چې د افغانستان خپلواکي د رباني يوه له مهمو موخو وه، څرګنده کړه، چې افغانستان اوږده لاره وهلې او هغې ته رسېدلى او اوس يې بايد بنسټ ټينګ وساتو.

په دغو مراسمو کې يو زيات شمېر رهبرانو، جهادي څېرو، حکومتي چارواکو او خلکو ګډون کړى و.

استاد رباني د مجاهدينو د حکومت دويم ولسمشر، جهادي رهبر او خپله وروستۍ دنده يې د سولې عالي شورا مشر و.

استاد رباني د ١٣٩٠ کال د وږي په ٢٩مه په خپل د وزير اکبرخان مېنې په کور کې د سولې د پيغام راوړونکي له خوا په ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

له دې پېښې وروسته ولسمشر کرزي د استاد رباني زوى صلاح الدين رباني د سولې عالي شورا رييس وټاکه.

صلاح الدين رباني هم په خپلو خبرو کې حکومت د خپل پلار د وژنې د موضوع په څېړنه کې په ناغېړۍ تورن کړ او دې موضوع ته د پاملرنې غوښتنه يې وکړه.

 

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.