اسلام اباد (پژواک ٢٩ وږى ٩٢): د دولت وسله والې مخالفې ډلې حزب اسلامي د خپل مشر انجنير ګلبدين حکمتيار د مړينې اوازې رد کړې.
له پرون راهيسې په ځينو ټولنيزو رسنيو کې د زړه د حملې له امله د انجنير حکمتيار د مړينې خبرونه او اوازې خپرې شوې دي.
خو د حزب اسلامي د سياسي چارو مسوول ډاکټر غيرت بهير دا اوازې په کلکه ردوي او زياتوي چې هغه روغ جوړ دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ډول بې ځايه اوازې عقده من او حاسد خلک خپروي او زياته يې کړه، چې حکمتيار هېڅ ډول ناروغي نه لري.
د يادونې ده، تر دې مخکې هم د انجنير حکمتيار د مړينې اوازې خپرې شوې وې، چې بيا وروسته ناسمې ختلې وې.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن