کابل (پژواک ٢٩ وږى ٩٢): ولسمشر حامد کرزي د کابل په يوه روغتون کې د بهرنيو ځواکونو په بمبار او د طالبانو په چاودنو او بريدونو کې د ټپي شوو ماشومانو د روغتيا پوښتنه وکړه.
له ارګ څخه د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر نن له غرمې مخکې د کابل د فرانسويانو پوځي روغتون ته ولاړ او په ځانګړې توګه يې د څلور کلنې عايشې پوښتنه وکړه.
عايشه دوه اونۍ مخکې (د وږي ١٤مه) په کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې ټپي شوې وه.
په دغه بريد کې د عايشې د کورنۍ ٨ غړي او څلور نور عام وګړي وژل شوي وو.
سرچينه زياتوي، چې عايشه د سر او مخ په برخو کې سخته ټپي ده، دواړه سترګې او يو لاس يې له لاسه ورکړي او اوس هم د بې هوښۍ په حالت کې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ياد روغتون ډاکټرانو سپارښتنه کړې چې عايشه بايد د نورې درملنې لپاره بهر ته ولېږدول شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر د عايشې د حالت له لېدو او د ډاکټرانو تر وړانديز وروسته سپارښتنه وکړه، چې عايشه دې ژر تر ژره د درملنې لپاره بهر ته ولېږدول شي.
دغه راز ولسمشر کرزي په ياد روغتون کې د يو شمېر هغو نورو ماشومانو پوښتنه هم وکړه، چې د وسله والو طالبانو په چاودنو او بريدونو کې ټپيان شوي دي.
هغه د دغه روغتون ته مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د دغو ناروغانو ښه درملنه وکړي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن