ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د لرېوالي او ناامنۍ له امله د ټاکنو کارتونه نشو اخيستلاى “

“د لرېوالي او ناامنۍ له امله د ټاکنو کارتونه نشو اخيستلاى “

author avatar
21 Sep 2013 - 13:48
“د لرېوالي او ناامنۍ له امله د ټاکنو کارتونه نشو اخيستلاى “
author avatar
21 Sep 2013 - 13:48

غزني ښار(پژواک ۳۰ وږی ۹۲) : د غزني  يو شمېر اوسېدونکي او د ولايتي شورا ځينې  غړي   وايي، چې د کارتونو د مرکزونو د لرېوالي له امله خلک نشي کولاى له لرې کليو د کارت اخيستلو لپاره ورشي.

د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکى او د ولايتي شورا غړى امان الله کامراني وايي، چې د رايې کارتونو له مرکزونو لرېوالى او د سيمې ناامني د خلکو پر وړاندې ستره ستونزه ده.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د نوم ليکنې مرکزونه په ولسواليو کې پرانيستل شوي، چې د لس يا پنځلس کيلومتره لرې سيمو خلک نشي کولاى د کارت اخيستلو لپاره ورشي.

د کامراني په خبره، دولت مجبور دى د خلکو امنيت وساتي، نو بايد په کليو کې هم د کارتونو د وېشلو مرکزونه پرانيزې ، تر څو د کليوالو سيمو خلک په ټاکنو کې ګډون وکړاى شي.

دغه راز د ولايتي شورا غړې حميده ګلستاني وايي، د خلکو لپاره د کارت اخيستنې شرايط نه دي برابر، له يوه لوري مرکزونه کم دي او له بل لوري په لرې سيمو کې نا امني ده.

د نوموړې په خبره، هغو ولسواليو ته چې ولسوالان نشې تلاى، نو خلک به يې څنګه وکړاى شي ، چې له خپل کلي لرې د کارت اخيستلو مرکز ته ورشي.

د ګلستاني په خبره،دولت بايد داسې شرايط برابر کړي، چې خلک په کې په اسانۍ کارت واخيستلاى شي او په ډاډه زړه په ټاکنو کې ګډون وکړي.

  زنخان، ګيرو، واغز،ناوه، آب بند او رشيدان هغه ولسوالۍ دي، چې اوسېدونکي يې وايي، تر دې مهاله يې په سيمه کې د کارت اخيستلو مرکزونه، نه دي پرانيستل شوي.

  د زنخان ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی محمدالله، چې غزني ښار ته په سودا اخيستلو پسې راغلی و، وايي، چې په سيمه کې يې د کارت اخيستلو مرکز نه دى پرانيستل شوى.

هغه زياتوي، که مرکز هم پرانيستل شي، کلى يې لرې دى او د وسله الو له وېرې نشي ورتلاى، چې کارت واخلي.

  د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالکريم هم له هغو کسانو دى،چې تر اوسه يې کارت نه دى اخيستی.

 نوموړی پژواک ته وويل :(( تراوسه زموږ په سيمه کې د رايې ورکولو د کارتونو مرکز  نشته اوکه راشي هم شايد خلک يې له وېرې وانه خلي.))

خو په غزني کې د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون د سيمه ييزې څانګې مشر عبدالبصير جلالي وايي، چې تر اوسه يې د غزني په ۱۵ ولسواليوکې دکارتونو د توزيع مرکزونه   فعال کړي دي.

هغه زياتوي، چې تراوسه  ۲۴۰۰۰ کسانو کارتونه ترلاسه کړی ، چې ۲۳ سلنه يې مېرمنې دي.

جلالي زياتوي، چې په پاتې درېيو ولسواليو کې به هم د کارت وېشلو مرکزونه پرانيزي او که د امنيت تضمين يې وشي، نو په لرې کليو کې به هم د کارت د توزيع مرکزونه خلاص کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نږدې شل ورځې مخکې د ټاکنو د کمېسيون وياند نور محمد نور ويلي و، چې د غزني په دوو ولسواليو ناوه او زنخان کې مرکزونه ، نه دي پرانيستي.

غزني د مرکز په ګډون ١٩ اداري واحدونه لري.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.