ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لسګونه ځوانانو د سولې اونۍ په وياړ وينه ورکړه

لسګونه ځوانانو د سولې اونۍ په وياړ وينه ورکړه

author avatar
21 Sep 2013 - 14:45
لسګونه ځوانانو د سولې اونۍ په وياړ وينه ورکړه
author avatar
21 Sep 2013 - 14:45

جلال اباد(پژواک،٣٠وږى٩٢): لسګونو ځوانانو په ننګرهار کې د سولې اونۍ په وياړ د يو سوله ييز لاريون په ترڅ کې د مرکزي روغتون د وينې له بانک سره د وينې مرسته وکړه.

نن د وږي په ٣٠مه د سولې اونۍ په وياړ، د سولې ولايتي کمېټې او ننګرهار ځوانانو چارو امريت لسګونو ځوانانو ( د وينه نه تويوو وينه ورکوو ) تر سرليک لاندې له سوله ييز لاريون وروسته د ننګرهار ملکي روغتون د وينې بانک سره د وينې مرسته وکړه.

لاريون، له پښتونستان څلور لاري څخه پيل تر ملکي روغتون پورې يې دوام وکړ ،ځوانانو  د “سوله غواړو او وينه نه تويوو، بلکې وينه ورکوو” شعارونه ورکول .

د ننګرهار د سولې ولايتي کمېټې د دارالانشاء رييس بلال کريم مومند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سولې اونۍ د نمانځې په ترڅ کې يې نن ياده برنامه په لاره اچولې وه.

دى وايي، د ياد لاريون له مخې به په ښار کې عامه پوهاوى هم ترسره شي او بله دا، له هغو ناروغانو سره ،  چې وينې ته اړتيا لري او يا د جګړې قربانيان دي مرسته وشي.

مومند وايي:(( شاوخوا سل ځوانان وروڼه او خويندې زموږ سره په دغه لاريون کې شامل دي او هر شخص به ٥٠٠ سي سي وينه ورکوي.))

مومند پر ټولو هېوادوالو غږ کوي، چې د سولې اونۍ د نمانځې په خاطر دې په خپلو نږدې روغتونونو کې اړو ناروغانو ته وينه ورکړي او هر شخص دې وروسته له دې د سولې لپاره کار وکړي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى جاويد زمان ، چې د ياد لاريون کډون کوونکى و ؛پژواک خبري اژانس ته يې وويل، چې که د هر ځوان په ذهن کې د سولې خبرې غښتلې شي، نو په خپله په وطن کې سوله او امن راځي.

نوموړى د جګړې پر ښکيلو غاړو غږ کوي، چې نور دې په وطن کې وينه نه تويوي او دا وطن دې د ابادۍ پر لور يوسي.

ده زياته کړه :(( زه ډير زيات خوشحاله يم ، چې نن د يوه داسې لاريون  غړى يم، چې د سولې شعار په کې ورکول کيږي  او خپله وينه د خپل هېوادوالو د ژغورلو په خاطر ورکوي.))

د لوى ننګرهار د منتخب فدراسيون مشر سنګر عزيزي وايي، چې دوى پخوا هم د وينې له بانک سره د وينې مرسته کړې او دا لړۍ به نوره هم جاري ساتي.

ده وويلي: (( موږ د سولې اونۍ د نمانځنۍ په خاطر بيا هم چمتو يو ، چې وينه ورکړو او هر راز مرسته وکړو.))

نوموړى د ځوانانو په نماينده ګۍ وايي، چې ځوانان نور له جګړې ستړي شوي او سوله غواړي.

د ننګرهارد ښځو چارو رييسه انيسه عمراني، چې په خپله يې هم د وينې بانک ته له ټولو ځوانانو سره يوځاى وينه ورکړه پژواک خبري اژانس  ته وويل،  يو شمېر ښځې هم حاضرې دي چې وينه ورکړي.

انيسه وايي : (( که د سولې په خاطر مې دا سر هم ځي، زه تياره يم، خو چې نوره په وطن کې سوله راشي.))

نوموړې پر ټولو ناراضو افغانانو غږ وکړ ، چې نور دې د سولې په ټغر کيني او دا هېواد اباد کړي.

د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې مشر پوهندوى لعل پاچا ازمون هم د سولې په خاطر په ټولو ناراضو افغانانو غږ کوي، چې په راتلونکوټاکنو کې دې برخه واخلي او خپل شتون دې په ټوپک نه ، بلکې د رايې ورکولو په کار ثابت کړي.

ده وويل :((راشئ نور له ټوپکه تېر شئ، په رايې باندې خپل شتون ثابت کړئ، نور افغانان مه وژنئ. ))

نوموړى وايي، نور افغانستان جوړولو ته اړتيا لري او په اوس وخت کې سوله له بلې هرې پديدې مهمه او اړينه ده.

ياده دې وي، چې د سولې اونۍ د نمانځلو په وياړ په جلال اباد کې سبا د وږي په ٣١مه يو لوى کنفرانس جوړيږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.