ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر استاد سياف د ځانمرګي بريد مخه ونيول شوه

پر استاد سياف د ځانمرګي بريد مخه ونيول شوه

author avatar
22 Sep 2013 - 15:33
پر استاد سياف د ځانمرګي بريد مخه ونيول شوه
author avatar
22 Sep 2013 - 15:33

کابل (پژواک ٣١ وږى ٩٢): د ملي امنيت عمومي رياست پر عبدالرب رسول سياف د ځانمرګي بريد د شنډولو او په تړاو يې د دريو کسانو د نيولو خبر ورکړ.

په هغې خبرپاڼه کې چې نن د دغه رياست له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې راغلي، چې د ملي امنيت منسوبينو د يو لړ ځانګرو اوپراتيفي عملياتو په ترڅ کې نجيب الله مشهور په (ذاکرالله) د نقيب الله زوی، د ميدان وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکی او د تروريستي او ځانمرګو بريدونو يو لارښود او پلان جوړوونکی، چې پر جهادي رهبر او په ولسي جرګه کې د خلکو پر استازي پروفيسر استاد عبدالرب رسول سياف يې د ځانمرګي بريد هوډ درلود، نيولی دی.

  خبرپاڼه زياتوي، چې نيول شوی کس يو ځل  وړاندې هم د تروريستي او ورانکارو کړنو په تور نيول شوی و او دری کاله په زندان کې و.

سرچينه وايي، چې دغه کس دوه مياشتي وړاندې له بند څخه ازاد او بېرته د کوېټي په شورا کې د ميدان وردګو د استازي احمدالله له خوا د طالبانو د يوې ډلې د مشر او د ځانمرګو بريدونو او تروريستي کړنو د مسوول په توګه ګومارل شوی و.

د ملى امنيت عمومي رياست وايي، چې د نوموړي له خوا ورته لارښوونه شوې وه، تر څو پر استاد عبدالرب رسول سياف ځانمرګی او تروريستي بريد ترسره کړي، چې له نېکه مرغه خپلې موخې ته له رسېدو وړاندې  د ملي امنيت د منسوبينو د هلو ځلو په پايله کې له خپلو دوو ملګرو او يو اندازه وسلو او مهماتو سره يو ځای ونيول شو.

سرچينه زياتوي، چې د دغه بريد په شنډېدو سره يو ځل بيا د افغانستان د خلکو د دښمنانو د شوم پلان مخه  ونيول شوه او پېښه تر لا زياتو څېړنو لاندې ده.                

د ياودنې ده، چې استاد سياف په دې وروستيو کې وسله وال طالبان د پرديو مزدوران بللي او ويلي يې دي، چې بايد دوى ځان له مزدورۍ خلاص کړي، تر څو ورسره خبرې اترې وشي.                      

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.