ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ښځې د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولى شي”

“ښځې د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولى شي”

author avatar
22 Sep 2013 - 14:50
“ښځې د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولى شي”
author avatar
22 Sep 2013 - 14:50

جلال اباد (پژواک ٣١ وږى ٩٢): د سولې عالي شورا چارواکو د سولې په پروسه کې د ښځو پر مهم رول د ټينګار تر څنګ له دوى وغوښتل، چې بايد په دې برخه کې فعاله ونډه واخلي.

د سولې عالي شورا چارواکو دغه څرګندونې د وږي په ٣١مه په جلال اباد کې د ((په سوله کې د ښځو ونډه)) تر عنوان لاندې د يوه ورځني سيمينار پر مهال وکړې.

په سيمينار  کې چې د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې جوړ شوى و، د سولې عالي شورا چارواکو، د ملي شورا غړو، د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي، د ښځو استازو او نورو کسانو برخه اخيستې وه.

د سولې عالي شورا مرستيال مولوي عطاءالله لودين وويل، چې په سوله کې د ښځو ونډه ډېره مهمه ده او بايد د نارينه و تر څنګ ښځې هم په دې پروسه کې فعاله ونډه واخلي.

ده زياته کړه: ((ښځه د ټولنې نيمايي برخه تشکيلوي، بايد دوى ته عامه پوهاوى وشي.))

د هغه په وينا، که په کور کې هره ښځه خپل خاوند، ورور او يا هم پلار ته چې په وسله وال فعاليت بوخت وي وايي، چې نور له جګړې لاس واخلي، ډېره بهتره لار ده.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى هم د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه مهمه بولي او پر ټولو ښځو يې غږ  وکړ چې د سولې په برخه کې دې هلې ځلې وکړي.

نوموړى وايي، هر افغان ته په کار ده چې د سولې لپاره کار وکړي، هره ښځه او نر دې پرته له کوم امتيازه د سولې لپاره هلې ځلې پيل کړي.

ده زياته کړه: ((هر کس داسې فکر وکړئ چې زه د سولې لپاره وظيفه دار شوى يم، او د سولې لپاره شپه او ورځ کار وکړئ.))

د مشرانو جرګې غړې صديقې بلخي پژواک اژانس ته وويل، که چېرې دا ډول کنفرانسونه د هېواد په نورو ولايتونو کې په لاره واچول شي نو له يوې خوا به د ښځو دلچسپي له سولې سره زياته شي او له بل پلوه به عامه پوهاوى هم ترسره شي.

نوموړې زياتوي، که چېرې د جومات ملا امامان هره ورځ په جوماتونو کې د خبرو پر مهال د سولې پر ارزښت رڼا واچوي، نو په خپله سولې ته لاره هوارېږي.

بلخي وايي: ((د ملا امامانو تقريرونه په کورونو کې ښځې هم اوري او نارينه يې هم اوري، دا ډېر موثر واقع کېږي.))

د مشرانو جرګې دې غړې وويل، که چېرې په هره ناسته او غونډه کې د يو ځل لپاره د سولې په اړه يادونه وشي نو تاثيرات به يې له ډېرو لويو غونډو او کنفرانسو زيات وي.

نوموړې هم په سوله کې د ښځو ونډه کم رنګه بولي او وايي، چې دې برخې ته بايد پام وشي.

د سولې د عالي شورا منشي امين الدين مظفري هم د ښځو ونډه د سولې په پروسه کې مهمه بولي او وايي، چې سوله د الله ج حکم دى او دغه حکم عام دى.

د ده په خبره، چې د سولې په راوستو کې بايد ټول خپل مسووليت درک کړو، ځکه په دې ټولنه کې ښځې او نارينه دواړه اوسي.

د سولې عالي شورا منشي پر ښځو غږ وکړ، چې د سولې په پروسه کې دې فعاله ونډه واخلي او يواځې دې سوله هغه اشخاصو ته نه پرېږدي کوم چې په دې برخه کې مامور کړاى شوي دي.

ده وويل: ((تاسې هر يو مامور کړى شوي ياست، راځئ نو فعاله ونډه په کې واخلئ.))

د ننګرهار د ښځو چارو رييسه انيسه عمراني وايي، چې د سولې په پروسه کې که سر له اوله د ښځو ونډه زياته واى نو ښايي اوس سوله رامنځته شوې واى.

نوموړې وايي، چې هره خور يا مور دې پر خپل زوى او يا هم خاوند غږ وکړي چې نور دې په هېواد کې جګړې ته د پاى ټکى کېږدي.

دې وويل: ((خپلو مېړونو، خپلو وروڼو او نورو خپلوانو ته دې ځولۍ خوره کړي، چې نور دې له جنګه توبه وباسي.))

انيسه عمراني وايي، چې يواځې په يوه ورځني کنفرانس د سولې په برخه کې ښځو ته عامه پوهاوى نه شي ورکولى او دغه کنفرانسونه او نور د عامه پوهاوي ورکشاپونه بايد ډېر شي.

ياده دې وي چې د سولې اونۍ د نمانځې په وياړ سبا ورځ د ننګرهار د سولې له ولايتي کمېټې سره لسګونه وسله وال يو ځاى کېږي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.