ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سولې عالي شورا د سولې بهير د برياليتوب توان نه لري”

author avatar
23 Sep 2013 - 19:05
author avatar
23 Sep 2013 - 19:05

ګردېز( پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٢):د پکتيا والي وايي، چې د هېواد په کچه او په ولايتونو کې د سولې عالي شورا دا توان نه لري، چې د سولې بهير بريالی کړي.

د پکتيا والي جمعه خان همدرد دغه خبرې نن په پکتيا کې د سولې کمېټې له خوا جوړې شوې غونډې ته وکړې .

همدرد  په دې غونډه کې ، چې  په کې قومي مشرانو ،ديني عالمانو،دمدني ټولنو غړو او دپکتيا زيات شمېر اوسيدونکو برخه اخيستې وه، وويل، تر څو چې د امريکا په ګډون پاکستان او ځينې نور هيوادونه ونه غواړي، هېواد ته به په هېڅ  توګه  سوله رانشي.

خو هغه دسولې دعالي شورا ټولې کړنې هم بې ګټې نه بولي او وايي ،چې يوشمېر لاس ته راوړنې هم لري .

د پکتيا والي وويل، چې  په ټول هيواد کې زيات شمېر وسله وال د سولې له بهير سره يو ځای شوي ،يو شمېر بنديان خوشې شوي  ،خو داهڅې دبشپړې سولې په راوستو کې بسنه نه کوي .

په غونډه کې زيات شمېر ويناوالو دسولې په اهميت خبرې وکړې خوويې ويل ،چې د پکتيا د سولې ولايتي کميټه بايد  د سولې هڅې  ګړندۍ کړي او قومي مخور دې د سولې بهيرته  ورګډ ګړي.

قومي مخور زياتوي ، چې  په پکتيا کې د سولې روانې هڅې کفايت نه کوي  ، بايددغه بهير په لرې پرتو ولسواليو کې د ديني عالمانو او قومي مخورو په مرسته ګړندی شي.

دپکتيا يو تن قومي مشرخيالي جان ځدراڼ وويل، چې په تيرو څوکلونو کې دسولې په تړاو ددوی په سيمه کې کوم فعاليت ندی شوی او نه هم له چا څخه دسولې په راوستو کې کومه غوښتنه شوې .

نوموړی  زياته کړه،  که چيرې دسولې کميټه په لرې پرتو سيمو کې له خلکو سره اړيکه ونيسي ، ډير خلک به ورسره همکاري وکړي .

د ياودنې ده ،چې دسولې شورا په جوړيدو پکتيا کې څو د ګوتو په شمېر وسله وال مخالفين دسولې له بهير سره يو ځای شوي  او له دې وړاندې هم دهيواد او ولايتونو په کچه دسولې عالي شورا او ولايتي کميټو په چارو نيوکې شوې دي .

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.