لښكرګاه (پژواك، د تلې لومړۍ نېټه ۹۲): د هلمند ولايت چارواکي وايي، چې په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ٢٥ کسانو ته مرګ ژوبله اښتې ده.
د والي وياند عمر ځواك د تلې په لومړۍ نېټه پژواك خبري اژنس ته وويل، چې تېره شپه اوه وسله وال د ماين جوړولو پر مهال د خپل ماين په چاودنه كې ووژل شول.
هغه زياته کړه، چې دا پېښه د موسى کلا ولسوالۍ په ديزور سيمه کې رامنځته شوې ده.
دغه راز ځواك زياتوي، چې پر همدې شپه پوليسو د نادعلي ولسوالۍ په شاول سيمه كې وسله والو طالبانو ته كمين نيولى و، چې په ترڅ كې يې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او يو پوليس ټپي شوى دى.
د هغه په وينا، وسله والو غوښتل چې په همدې سيمه كې د پوليسو پر يوې امنيتي پوسته بريد وكړي، خو پوليسو له وړاندې معلومات ترلاسه کړي وو.
د والي وياند وايي، چې پر همدې شپه د مارجې ولسوالۍ په كاريز صدي سيمه كې د ملکي وګړو پر يوه تراکتور موټر چاودنه شوې چې په پايله کې يې درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
دغه راز هغه وويل، چې په همدې سيمه کې د يوې نښتې په ترڅ کې درې پوليس ټپيان شوي دي.
د مارجي ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي اخترمحمد پژواک ته وويل، چې په تراكتور كې درې تنه ټپيان شوي چې ټول د همدې سيمې اوسېدونكي دي.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يو سف احمدي وايي، چې د نادعلي په شاول سيمه كې يې د پوليسو دوه پوستې له منځه وړې او اته پوليس يې وژلي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن