ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ١٨وسله والو د وژلو ادعا وشوه

د ١٨وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
23 Sep 2013 - 14:02
د ١٨وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
23 Sep 2013 - 14:02

لښكرګاه (پژواك، د تلې لومړۍ نېټه ۹۲): د هلمند ولايت چارواکي وايي، چې په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ٢٥ کسانو ته مرګ ژوبله اښتې ده.

د والي وياند عمر ځواك د تلې په لومړۍ نېټه پژواك خبري اژنس ته وويل، چې تېره شپه اوه وسله وال  د ماين جوړولو پر مهال د خپل ماين په چاودنه كې ووژل شول.

هغه زياته کړه، چې دا پېښه د موسى کلا ولسوالۍ په ديزور سيمه کې رامنځته شوې ده.

دغه راز ځواك زياتوي، چې پر همدې شپه پوليسو د نادعلي ولسوالۍ په شاول سيمه كې وسله والو طالبانو ته كمين نيولى و، چې په ترڅ كې يې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او يو پوليس ټپي شوى دى.

د هغه په وينا، وسله والو غوښتل چې په همدې سيمه كې د پوليسو پر يوې امنيتي پوسته بريد وكړي، خو پوليسو له وړاندې معلومات ترلاسه کړي وو.

د والي وياند وايي، چې پر همدې شپه د مارجې ولسوالۍ په كاريز صدي سيمه كې د ملکي وګړو پر يوه تراکتور موټر چاودنه شوې چې په پايله کې يې درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

دغه راز هغه وويل، چې په همدې سيمه کې د يوې نښتې په ترڅ کې درې پوليس ټپيان شوي دي.

د مارجي ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي اخترمحمد پژواک ته وويل، چې په تراكتور كې درې تنه ټپيان شوي چې ټول د همدې سيمې اوسېدونكي دي.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يو سف احمدي وايي، چې د نادعلي په شاول سيمه كې يې د پوليسو دوه پوستې له منځه وړې او اته پوليس يې وژلي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.