ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له کانديدانو دې د رايو د اصلي کارتونو غوښتنه وشي”

“له کانديدانو دې د رايو د اصلي کارتونو غوښتنه وشي”

author avatar
23 Sep 2013 - 13:24
“له کانديدانو دې د رايو د اصلي کارتونو غوښتنه وشي”
author avatar
23 Sep 2013 - 13:24

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون دې دکانديدانو له خوا وړاندې شوې د رايې ورکولو د کارتونو شمېرې، د ګوتې نښې او لاسليکونه دې نه مني، بلکې د اصل کارت غوښتنه دې وکړي.

 

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي، چې د عدالت غوښتنې د کمپاين په لړ کې ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته د کانديدۍ په بهير کې د فساد او جعل کارۍ د مخنيوي په اړه د فساد پر وړاندې د مبارزې افغاني شبکې او له فساد سره د مبارزې د څار ادارې د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

 

په خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو ټاکنو کې د درغليو له امله افغانان د يوې ترخې تجربې شاهدان و، له يو پلوه د رڼو او اغېزمنو کاري کړنلارو د نه شتون او له بل پلوه د ټاکنو خپلواک کمېسيون، دارالانشا او کار کوونکو له خوا يې د سياسي ژمنو او ګټو پر بنسټ د خپلو پام وړ کانديدانو پلوي او يا يې په ګټه کار کول هغه مهم ټکي دي ، چې د راتلونکو ټاکنو په اړه يې مدني ټولنې اندېښمنې کړې دي.

سرچينه زياتوي: ((له نېکه مرغه په هېواد کې د ټاکنو نوی قانون تصويب او د قانون له مخې د ټاکنو کمېسيون لپاره نوي کمېشنران وپېژندل شول ، خو بيا هم په ډېرو کليدي پوستونو کې سياسی ګومارنې شتون لري او د دارالانشا هغه کليدي پوستونه چې په تېرو ټاکنو کې د پراخ فساد او درغليو ګوته ورته نيول کېده، تر اوسه په خپل حال پاتې دي.

د يادو ادارو په خبرپاڼه کې راغلي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د تشکيل، دندو او صلاحيتونو قانون د شپږمې مادې له مخې د کمېسيون رييس، مرستيال، منشي، د کمېسيون غړي او د دارالانشاء رييس مکلف دي، خپلې دندې د افغانستان د اساسي قانون، د ټاکنو قانون او نورو سندونو د حکمونو مطابق په بې پلوۍ او مسوولانه توګه سرته ورسوي.

د ټاکنو قانون له ۴۵مې مادې سره سم د جمهوري رياست کانديدان بايد هر يو د هېواد له ۲۰ ولايتونو څخه د رايې ورکوونکو سل زره کارتونه او د ولايتي شورا کانديد له ۲۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې د رايې ورکوونکو د کارتونو شمېرې او د ګوتو نښې او لاسليکونه کمېسيون ته وړاندې کړي.

خو د يادو ادارو په ګډه خبرپاڼه کې راغلي، چې يو شمېر کانديدان د شرايطو د بشپړولو لپاره د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه د پخوانيو کارتونو د کاپيانو ترلاسه کولو په لټه کې دي او داسې اندېښنې شته ، چې د نوموړي کمېسيون ځينې کار کوونکي د رايې ورکوونکو د کارتونو پخوانۍ ثبت شوې شمېرې خرڅې او يا د کوم مشخص کانديد په ګټه وکاروي.

نو پر همدغه اساس د فساد پر وړاندې د مبارزې افغاني شبکې او له فساد سره د مبارزې د څار ادارې د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه غوښتنه کړې، تر څو د روڼوالي د تضمين په موخه دې دکانديدانو له خوا وړاندې شوې د رايو کارتونو شمېرې او د ګوتې نښې، لاسليکونه او کاپي دې نه مني، بلکې د اصل غوښتنه دې وکړي.

دغه راز يادو ادارو له کمېسيون څخه غوښتي، چې د کانديدانو له خوا وړاندې شوی لېست دې د خپلې وېب پاڼې له لارې خپور کړي ، ځکه په دې مهم پړاو کې د پراخ فساد او درغليو ترسره کېدل له امکانه لرې نه دي.

همدارنګه يادې ادارې په هېواد کې له سياسي احزابو، ملي او نړيوالو څارونکو غواړي، تر څو له دغه بهير څخه په دقيقه توګه نظارت وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.