ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې ١٦  پوليس وژل شوي

کندهار کې ١٦ پوليس وژل شوي

author avatar
23 Sep 2013 - 13:46
کندهار کې ١٦  پوليس وژل شوي
author avatar
23 Sep 2013 - 13:46

کندهار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٢): د کندهار په  ژېړۍ او شورابک ولسواليو کې د وسله والو بريدونو په ترڅ کې ١٦ سرحدي او سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

 

په کندهار ولايت کې د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال تفسير خان خوګياڼي د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون سهار وسله وال مخالفين د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې را واوښتل او په شورابک ولسوالۍ کې يې پر سرحدي پوليسو بريد وکړ.

 هغه زياته کړه، چې وسله وال مخالفين په درنو وسلو سمبال وو او ١١ سرحدي پوليس يې په بريد کې وژل شوي دي.

 د خوګياڼي په وينا، تر بريد وروسته مخالفين بېرته د پاکستان خاورې ته تښتېدلي دي.

 دى وايي، چې په دې  نښته کې مخالفينو ته مرګ ژبله نه ده اوښتې او امنيتي ځواکونو په سيمه کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په دې بريد کې ١٥ سرحدي پوليس وژل شوي او دهغوى وسلې يې هم له ځانه سره وړي دي. 

 

بلخوا د دغه ولايت په ژېړۍ ولسوالۍ کې د يوه  داخلي بريد په ترڅ کې پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

 د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې  د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سيمه ييزو پوليسو له منځ څخه دوو تنو چې تازه يې دنده پيل کړې وه، پر پنځو تنو نورو سيمه ييزو پوليسو ډزې کړې او هغوى يې وژلي دي.

 سرچينه زياتوي، بريد کوونکي سيمه ييز پوليس له يو شمېر وسلو سره يو ځاى تښتېدلي دي.

 د ژېړۍ ولسوال جمال اغا د پنځو سيمه ييزو پوليسو وژل کېدل تاييد کړل، خو د پېښې د څرنګوالي په اړه يې معلومات ور نه کړل.

 د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول د يادې پېښې په اړه ناخبري وښودله.

 د يو بل خبر له مخې، د کندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې پر دوو ملکي وګړو د ماين چاودنه شوې، چې دواړه په کې وژل شوي دي.

 د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل وايي، چې تېره ورځ غرمه مهال يو څوارلس کلن هلک له خپلې انا سره د خره په وسيله د يادې ولسوالۍ له چوکازې کلي کيمزي کلي ته روان وو، چې په لاره کې خښ شوى ماين ورباندې وچاودېد او دواړه يې وژلي دي.

 

د ارغستان ولسوال عبدالغني مسلميار وايي، په لومړيو کې بوډۍ ښځه ټپي شوې وه او امنيتي ځواکونو د کندهار ميرويس روغتون ته د درملنې په موخه وړې، چې تېره شپه يې ساه ورکړې ده.

هغه وويل، وسله والو مخالفينو دغه ماين د امنيتي ځواکونو لپاره ځاى پر ځاى کړى و، چې ملکي وګړي پرې برابر شول.

دغه راز د ميوند ولسوالۍ په خاک چوپان او ميراخور سيمو کې هم د سړک غاړې د ماين دوه چاودنې شوې، چې په کې درې پوليس ټپيان شوي دي.

د ميوند ولسوال حاجي صالح محمد نورزي پژواک اژانس ته وويل، چې په دواړو چاودنو کې د پوليسو دوه رينجر موټر ويجاړ شوي او درې پوليس ټپيان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږل شوي دي.

 نوموړى وايي، چې وسله والو مخالفينو د بريدونو تر څنګ په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې د ماين خښولو ته هم زور ورکړى، چې کله نا کله په کې ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د يادو پېښو په اړه تر دې مهاله وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.

Visits: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.