ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې ملکي وګړي او شپږ طالبان وژل شوي

درې ملکي وګړي او شپږ طالبان وژل شوي

author avatar
24 Sep 2013 - 12:21
درې ملکي وګړي او شپږ طالبان وژل شوي
author avatar
24 Sep 2013 - 12:21

جلال اباد-ترينکوټ (پژواک ٢ تله ٩٢): په ننګرهار، اروزګان او ميدان وردګو ولايتونو کې د ځينو امنيتي پېښو پر مهال ١٨ تنو ملکي وګړو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اروزګان ولايت چارواکي وايي، چې نن سهار د ولايت د مرکز ترينکوټ ښار اړوند د مراباد په سيمه کې د ملکي وګړو پر يو سراچه مو‌ټر د ماين چاودنه وشوه.

د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د تلې په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د ترينکوټ د ملکي روغتون يوه ډاکټر پژواک ته وويل، چې دوى ته له يادې پېښې مړي او ټپيان ور وړل شوي او د ټپيانو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وښود.

د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل دغه راز وويل، پوليسو تېره شپه د ترينکوټ ښار په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات کړي، چې پر مهال يې درې طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

هغه زياتوي، چې له وسله والو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، په ميدان وردګو ولايت کې هم د يو لړ عملياتو په ترڅ کې وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د دغه ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو هوايي بريد د حقاني ډلې قوماندان حبيب الرحمن چې په تلوار مشهور و، له دوو ملګرو سره وژل شوى دى.

د هغه په وينا، د همدې ولسوالۍ په خانجان خېلو سيمه کې د ماين په چاودنه کې د حزب اسلامي يو قوماندان متين چې په خاکسار مشهور و، وژل شوى او بل ملګرى يې تپي شوى دى.

بلخوا نن سهار د ننګرهار په جلال اباد ښار کې هم د ماين په يوه چاودنه کې يو ماشوم وژل شوى دى.

د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه نن سهار شپږ نيمې بجې د جلال اباد ښار د مجبور اباد په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي د سيمې د يوه اوسېدونکي د کور مخې ته ځاى پر ځاى شوي وو چې له امله يې يو ماشوم وژل شوى دى.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې په دې چاودنه کې يو بل ماشوم ټپي شوى دى.

پرون هم په جلال اباد ښار کې د پوليسو پر يوه رينجر موټر چاودنه شوې وه.

وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو دوى هم په بېلابېلو ولايتونو کې د ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

Visits: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.