ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلامي فقهې ټولنه د افغانستان د سولې خبرې ترسره کوي

author avatar
24 Sep 2013 - 20:44
author avatar
24 Sep 2013 - 20:44

کابل (پژواک ٢ تله ٩٢): د اسلامي فقهې ټولنې له ولسمشر کرزي غوښتي، چې د افغانانو بېلابېل اړخونه مکې مکرمې ته تشريف وروړي او هلته د سولې پر سنده لاسليک وکړي.

د اسلامي فقهې ټولنه، چې مرکزيت يې په سعودي عربستان کې دى، د اسلامي کنفرانس له لارې ٣٣ کاله وړاندې رامنځ ته شوې او غړي يې د اسلامي نړۍ له پياوړو عالمانو او مفکرينو څخه غوره شوي دي.

په دې ټولنه کې ٤٣ هېوادونه غړيتوب لري او ٥٧ استازي لري، چې موخه يې د اسلامي امت يووالى او هراړخيز پرمختګ ښودل شوى دى.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي په کابل کې د “اسلام  او سولې” تر نامه لاندې په جوړ شوي نړيوال کنفرانس کې د اسلامي هېوادونو له يو شمېر برخه والو استازو سره وکتل.

په دغې کتنه کې، چې نن ماښام په ارګ کې ترسره شوې، ولسمشر د اسلامي هېوادونو ديني عالمانو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې ويلي، د افغانستان لپاره د وياړ او نېکمرغۍ ځای دی، چې د اسلامي نړۍ ديني عالمان افغانستان ته راغلي دي او د مسلمانانو ترمنځ د يووالي د لا ټينګښت او د سولې د رامنځته کېدو لپاره هڅه کوي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د اسلامي هېوادونو ځينو استازو افغانستان ته د خپل سفر له امله خوښي څرګنده کړې او ويلي: “زموږ لپاره د خوښۍ او وياړ ځای دی، چې افغانستان ته د يوه داسې کار لپاره راغلي يو، چې هغه د امن د ټينګښت لپاره يوه دينې وجيبه ده.”

دوی زياته کړې، افغانستان داسې يو تاريخي، وياړلی او اسلامي هېواد دی، چې لرغونی تاريخ لري او خلکو يې د اسلام سپېڅلی دين نورو هېوادونو ته خپور کړی دی.

د اسلامي نړۍ دغو ديني عالمانو په ډاډ ويلي دي: “موږ هڅه کوو، ترڅو افغانستان ته نه يواځې سوله راشي، بلکې نورو هېوادونو ته دغه هېواد د سولې او امن ښه بېلګه واوسي.”

د سرچينې په وينا، په دې کتنه کې د اسلامي فقهې ټولنې غړو وړانديز کړى، چې دغه ټولنه به ووياړي، که د افغانانو بېلابېل اړخونه مکې مکرمې ته تشريف وروړي او هلته د سولې يو سند، چې ديني او اخلاقي سند دی او په سلګونو مسلمانانو لاسليک کړی دی، لاسليک کړي، چې  يوې پايلې ته ورسېږو، ترڅو په افغانستان کې سوله ټينګه شي.

حامدکرزي د دغه وړانديز هرکلی کړى او ويلي دي: “موږ له پخوا څخه دا غوښتنه کړې ده، چې اسلامي هېوادونه، په ځانګړي ډول سعودي عربستان دې له موږ سره د سولې په پروسه کې همکاري وکړي؛ دا به زموږ لپاره د نېکمرغۍ ځای وي، چې د افغانستان د سولې او امن خبرې د اسلامي فقهې د ټولنې په اهتمام ترسره شي.”

 

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.