ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بوديجې ځنډ په کندهار کې د حکومتوالۍ او پرمختيا چارې له خنډ سره مخ کړي

author avatar
24 Sep 2013 - 18:25
author avatar
24 Sep 2013 - 18:25

کندهار ښار (پژواک ٢ تله  ٩٢): د کندهار ولايت چارواکي وايي، که څه هم د تېرو کلونو په پرتله د دې ولايت په امنيتي، حکومتوالۍ او پرمختايي چارو کې ښه والى راغلى، خو د بوديجې د ځنډ له امله په درېيو واړو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

 دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې، چې د کندهار ښار د منډيګک ماڼۍ د غونډو په تالار کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواک کمېسيون د راغلي پلاوي له خوا د ولسمشر د ٤٥ ګڼې فرمان د پلي کېدو په موخه جوړه شوې وه.

 د سيمه ييزو ارګانونو دغه پلاوى څو ورځې وړاندې کندهار ولايت ته راغلى، تر څو دغلته د سيمه ييزو چارواکو او خلکو ستونزې واوري او د هغوى له خوا د شويو کارونو ارزونه وکړي.

 نننۍ غونډې ته د کندهار د والي تر څنګ ګڼ شمېر ولسوالان، قومي مخور، امنيتي چارواکي او نور رابلل شوي وو.

 د غونډې په پيل کې د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال خبرې وکړې او ويې ويل، چې د تېر په پرتله دغلته د امنيت، حکومتوالۍ او پرمختيا چارې ښې شوې، خو بيا هم په دغو درېيو واړو برخو کې ستونزې شته، چې له مرکزي ادارې سره تړاو لري.

 هغه زياته کړه: ((تر ټولو لويه ستونزه د کندهار لپاره د کمې بوديجې ټاکنه او ولايت ته د همدې بوديجې په ځنډ رسېدل دي.))

 د نوموړي په وينا، له بده مرغه چې سږ کال هم کندهار ته ټاکل شوې ټوله بوديجه د هغوى په واک کې نه ده ورکړل شوې.

 دى وايي: ((پر ستونزو برسېره، موږ په روان کال کې د کندهار په مرکز او ولسواليو کې په داسې حال کې په بېلابېلو برخو کې ٣٠٠ مامورين په دندو ګومارلي، چې په ګڼو لېرې سيمو کې خلک کار کولو ته زړه نه ښه کوي.))

 د نوموړي په وينا، په تېرو کلونو کې په کندهار کې ګڼو ولسواليو يواځې ولسوالان او امنيه قوماندانان لرل، خو اوس په کې د بېلابېلو ادارو مامورين هم کار کوي او د ټول ولايت په کچه ٧٠ سلنه خالي بستونه ډک شوي دي.

 خو هغه زياته کړه، چې لا هم ګڼ شمېر ولسوالۍ لکه معروف، رېګستان، ميانشين، غورک، ښوراوک او نورې آن ودانۍ نه لري، خو يواځې ودانۍ هم کفايت نه کوي، بلکې د مامورينو د ګومارلو لپاره بايد د ودانيو تر څنګ کافي امتيازات هم بايد وجود ولري.

 دى وايي: ((له شرمه اوس ولسواليو ته نه شي تللاى، ځکه هغوى ډېر مهال د ټاکل شوې بوديجې پربنسټ د ولسواليو له خلکو سره د پرمختيايي کارونو او د هغوى د ستونزو د حل په موخه ژمنې کوي، خو د مرکزي ادارې د نه همکارۍ له امله په ژمنو کې پاتې راځي.))

 هغه له مرکزي ادارې سره د يوې بلې ستونزې يادونه هم وکړه او ويې ويل، چې په ډېرو مواردو کې د تقرر په برخه کې له مرکز سره ستونزې لري، ځکه مرکزي اداره ډېر مهال وړتيا نه لرونکي کسان په دندو ګوماري، خو کله چې ولايتي اداره يې له هغوى سره ونه مني، نو هغوى داسې انګېري، چې ګواکې د کندهار اداره له اوامرو سرغړونه کوي.

 غونډې ته د کندهار د سولې شورا رييس حاجي عطامحمد احمدي په خپله وينا کې هم د ګڼو ستونزو يادونه وکړه، خو ويې ويل، چې تر ټولو جدي ستونزه په دغه ولايت کې د بېکارۍ ده، چې له امله يې ډېر ځوانان ناوړه کارونو ته لاس اچوي.

 هغه غوښتنه وکړه، چې په کندهار کې دې کاري مواقع زيات شي.

 د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي اغا لالي دستګيري وويل، چې يواځې په څلورو ولسواليو کې د ولسوالانو او امنيه قوماندانانو تر څنګ د يو شمېر سکتوري ادارو مامورين کار کوي، په لسو ولسواليو کې يواځې ولسوالان او امنيه قوماندانان کار کوي، خو په درېيو ولسواليو کې بيا يواځې امنيه قوماندانان دندې تر سره کوي، ځکه ولسوالان يې په ښار کې اوسي او په مياشتو مياشتو خپلو دندو ته نه شي تللاى.

 د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا هم وويل، چې په وار وار يادې شوې ستونزې د دغه راز غونډو، مکتوبونو او نورو لارو له مرکز سره شريکې شوې، خو د حل په برخه کې يې هيڅ هم نه دي شوي.

 هغه زياته کړه، کندهار او په ټوليزه توګه سوېلي زون د هېواد له نورو برخو سره توپير لري، دغلته هغه مهال حکومتولي پياوړې کېداى شي، چې په ولسواليو کې اړوندې ودانۍ جوړې شي، مامورينو او کارکوونکو ته ځانګړى امتياز ورکړل شي.

 نوموړي هم وويل، چې دا مهال د کندهار ګڼ شمېر ولسوالۍ ودانۍ نه لري، چې په کې مامورين کار وکړي او خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

 له کابل څخه د سيمه ييزو ارګانو د خپلواکې ادارې د راغلي پلاوي په استازيتوب محمد ابراهيم ساپي وويل، چې دغه ولايت د ولسمشر د ٤٥ ګڼې فرمان د پلي کېدو په موخه راغلي، چې له مخې يې د سيمه ييزو چارواکو د کارونو ارزونه کوي او د چارواکو تر څنګ د سيمه ييزو خلکو پر ستونزو بحث کوي، تر څو د حل لارې چارې ورته وموندل شي.

 هغه وويل، د تېرو کلونو په پرتله په کندهار ولايت کې اړوندې چارې ښې شوي، خو د لا ښه والي لپاره به يې کار کوي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.