ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د سولې اونۍ په وياړ نندارتون پرانيستل شو

هرات کې د سولې اونۍ په وياړ نندارتون پرانيستل شو

author avatar
24 Sep 2013 - 12:18
هرات کې د سولې اونۍ په وياړ نندارتون پرانيستل شو
author avatar
24 Sep 2013 - 12:18

 هرات (پژواک ٢ تله ٩٢): په هرات کې د سولې  عالي شورا د ولايتي دفتر  په نوښت د سولې اونۍ په وياړ د انځورونو نندارتون پرانيستل شو.

د هرات  د سولې د شورا د دفتر رييس مولوي غلام سرور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په نندارتون کې د هرات د نقاشانو  ۴۰ په لاس جوړ شوي انځورونه نندارې ته اېښودل شوي دي.

نوموړى زياتوي، دغه نندارتون به تر دريو ورځو پورې د هرات د خلکو پر مخ پرانيسى وي.

 د مولوي غلام سرور په وينا، ټول انځورونه د سولې اړوند پيغام لري نو د دوى موخه دا وه، چې د خلکو په اذهانو کې د سولې پيغام پياوړى کړي.

 د هرات يو قلموال همايون نظري، چې د دغو انځورونو نندارې ته راغلي و، پژواک ته وويل، چې په هر انځور کې يې د امن او سولې ځانګړي پيغامونه وليدل.

هغه د انځورګرانو د هنر ستاينه وکړه او زياته يې کړه،   هر انځور سړي ته دا ور ښيي، چې جګړه او توپک له تباهۍ او بربادۍ پرته ټولنې ته بل څه نه شي ورکولاى.

د هرات پوهنتون د هنرونو پوهنځي د څلورم کال  محصله  فرشته هغه انځورګره ده، چې په خپل لاس کښلې تابلو يې نندارې ته اېښې ده.

فرشتې په خپل انځور کې کوترې د الوتو په حالت کې تصوير کړې دي، چې دا وايي: ((کوتره د سولې سمبول دي او له ماشومتوبه يې په زړه کې و، خپل ولس ته به د سولې او امن پيغام رسوي، چې د کوترو د الوت تابلو يې په دې برخه کې لومړى ګام دى.))

 دا په داسې حال کې ده، چې د سولې اونۍ په ټول هېواد کې د چارواکو او خلکو له لوري ولمانځل شوه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.