ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د غصب ځمکو راګرځولو لړۍ پيل شوه

لوګر کې د غصب ځمکو راګرځولو لړۍ پيل شوه

author avatar
25 Sep 2013 - 15:53
لوګر کې د غصب ځمکو راګرځولو لړۍ پيل شوه
author avatar
25 Sep 2013 - 15:53

پل علم (پژواک ٣ تله ٩٢): په لوګر کې د زورواکو له لوري د زرګونه جريبه غصب شوې ځمکې د بېرته راګرځولو لړۍ نن پيل شوه.

د لوګر والي ارسلا جمال د تلې په دريمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې شاوخوا دېرش زره جريبه دولتي ځمکه په دغه ولايت کې غصب شوې ده.

د نوموړي په خبره، د دغو ځمکو د غصب لپاره په بېلابېلو ادارو کې د ملکيت ناقانونه او جعلي اسناد جوړ شوي دي.

والي زياتوي، په لوګر کې داسې ځمکه نه ده پاتې، چې کوم زورواکي د ملکيت دعوا نه وي پرې کړې.

د هغه په وينا، د دغو ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره يې يو کمېسيون ټاکلى، چې په لومړي ځل يې نن د لوګر د محبس ځمکه له غصبه راوګرځوله.

ارسلا جمال وايي، د لوګر د محبس لپاره لس جريبه ځمکه د سردار داوود خان په زمانه کې ځانګړې شوې وه، خو اوس د سيمې څو تنو پرې خېټه اچولې وه او دېوال يې ترې چاپېر کړى و.

د ده په خبره، د محبس ځمکه يې په رسمي توګه بېرته د محبس قوماندانۍ ته وسپارله.

ده زياته کړه، چې دا لړۍ به دوام وکړي.

د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکټر عبدالولي وکيل هم دا مني، چې په لوګر کې ډېرى دولتي او عامه ځمکې غصب شوې دي.

ده زياته کړه، چې د غصب شوو دولتي ځمکو بېرته راګرځول، د ستاينې وړ ګام دى او ولايتي شورا د نورو غصب شوو ځمکو د راګرځولو ملاتړ کوي.

د يادونې ده، د هېواد په ټولو ولايتونو کې زورواکو عامه او دولتي ځمکې لاندې کړې او ښارګوټي يې پرې اباد کړي دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.