ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او چین په بیلا بیلو برخو کې څلورو تړونونه لاسلیکوي

افغانستان او چین په بیلا بیلو برخو کې څلورو تړونونه لاسلیکوي

author avatar
26 Sep 2013 - 20:08
افغانستان او چین په بیلا بیلو برخو کې څلورو تړونونه لاسلیکوي
author avatar
26 Sep 2013 - 20:08

 بیجنګ ( پژواک ۴تله ۹۲) : افغانستان او چین به په پلازمینه بیجنګ کې په بیلا بیلو برخو کې پر څلورو تړونونو لاسلیکونه وکړي.

ولسمشر حامد کرزی دیوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پرون چین ته رسیدلی دی او نن یې د اروپا اسیا ګډ اقتصادي کانفرانس ته وینا وکړه.

 د ولسمشر ویاند ایمل فیضي د تلې په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ولسمشر اوپلاوی یې نن له شیانشي ښار څخه د چین پلازمینې بیجنګ ته ورسید.

هغه زیاته کړه، ټاکل شوې ، چې سبا به ددواړو هیوادونو ترمنځ پر څلورو تړونونو لاسلیک وشی.

فیضي وویل چې لومړی تړون د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي او تخنیکي همکاریو وي،چې د چین د سوداګرئ وزیر او د افغانستان د ملي امنیت د شورا د سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا ترمنځ لاسلیک شي .

د هغه په وینا،  دویم تړون به د زندانیانو د استرداد په برخه کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین ارشاد احمدي ترمنځ لاسلیک شي، دغه راز به درېیم تړون دکابل پوهنتون او د چین ( xi.an) پوهنتون د رییس او په چین کې د افغانستان د سفیر محمد کبیرفراهي ترمنځ لاسلیک او څلورم تړون به د معادنو د قراردادونو د تجدید په برخه کې لاسلیک شي.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي وایي  چې ددغو تړونونو له لاسلیک څخه مخکې ، چې له ولسمشر سره د مله پلاوي له خوا به لاسلیک شي ، ولسمشر حامد کرزی به د جمعې په ورځ له غرمې مخکې په بیجینګ کې د چین له لومړي وزیر سره وګوري.

ده زیاته کړه چې له دې لیدنې وروسته به رسمي مراسم پیل شي، چې بیابه د تشریفاتو قطعه معاینه او بیا به ولسمشر کرزی د چین له ولسمشر سره وګوري.

         

د یادونې ده ، چې نن ولسمشرکرزي د چین هیواد د لومړي وزیر له مرستیال سره ولیدل او د افغانستان او چین د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا یې دوه اړخیزې خبرې وکړې.

 

ولشمسر حامد کرزی د یوه لوړپوړي پلاوي په ملګرتیا تیره ورځ په څلور ورځني رسمي سفر چین ته د بیلا بیلا دوه اړخیزه موضوعاتو په اړه د خبرو په موخه چین ته راغلی دی.     

 

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.