پل علم (پژواک ٤ تله ٩٢): چارواکي وايي، چې په دوو جلا پېښو کې د دوو قوماندانانو په ګډون درې وسله وال وژل شوي او شپږ نور ژوندي نيول شوي دي.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش د تلې په ٤مه پژواک اژانس ته وويل، چې د وسله والو دوه قوماندانان ملا بشير او ملا غازي تېره شپه له يوه ملګري سره په کمين کې ووژل شول.
نوموړى وايي، سيمه ييزو پوليسو د مرکز اړوند کمال خېلو سيمه کې د دوى لاره ونيوه او نيم ساعت جګړه يې وکړه.
هغه زياتوي، چې د وژل شوو وسله والو مړي د نښتې په سيمه کې پاتې دي او وايي، چې يو سيمه ييز پوليس او پنځه وسله وال ټپيان شوي دي.
د دروېش په وينا، په دې نښته کې درې وسله وال ژوندي هم نيول شوي دي.
د سيمې اوسېدونکى او عيني شاهد اميرشاه هم وايي، چې د تېرې شپې په جګړه کې درې وسله وال وژل شوي او مړي يې په سيمه کې پراته دي.
دغه راز د لوګر د والي وياند وايي، د بره کي برک ولسوالۍ د کونجک په سيمه کې نړيوالو ځواکونو تېره شپه عمليات کړي او د حقاني ډلې درې وسله وال يې ژوندي نيولي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته ويلي، چې په لوګر کې يې د بهرنيو ځواکونو پر پوځي مرکز دوه راکټونه ويشتلي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.
مجاهد زياتوي، پرون مازديګر يې پل علم ته نږدې د ملي اردو د سرتېرو پر ګزمه بريد کې د اردو يو سرتېرى وژلى دى.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن