تالقان-کندوز (پژواک ٨ تله ٩٢): په تخار ولايت کې د پراختيايي شورا رييس د هغه دوه ساتونکي او همدارنګه په کندوز کې دوه غله او يو پوليس وژل شوي دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول خليل اسير پژواک څبري اژانس ته وويل، چې د تالقانو ښار د سرايسنگ سيمې د پراختيايي شورا رييس نجيب الله، نن له غرمې وړاندې د نا پېژانده وسله والو له خوا ووژل شو.
هغه زياته کړه، چې د شورا رييس له دوو ساتونکو سره د تالقانو ښار په قزاق سيمه کې وژل شوى او يو بل ساتونکى يې ټپي دى.
نجيب الله تر دې وړاندې په سرايسنګ سيمه کې هم د يوه قومي مشرپه توګه رول درلود.
اسير وويل، چې دغه وژنه د سيمه ييزو ستونزو او قومي شخړو له امله رامنځته شوې، خو تر اوسه د دې وژنې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
د شورا د رييس او ملګرو د وژنې مسووليت هم تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يو بل خبر له مخې، د کندوز پوليسو د څارويو له تښتوونکو سره شخړه کړې، چې په ترڅ کې يې دوه تښتوونکي او يو پوليس وژل شوي دي.
د کندوز امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني پژواک ته وويل، چې دغه نښته نن سهار د کندوز په ابدان دښته کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د وسله والو غلو يوې ډلې هڅه کوله، څو له دشت ارچي ولسوالۍ څخه يوه رمه د پلور لپاره ښار ته ولېږدوي.
هغه زياته کړه، چې تښتوونکي د پوليسو له کمين سره مخ شوي او د نښتې په ترڅ کې دوه غله او يو پوليس وژل شوي دي.
حسيني زياته کړه، چې غله د لارې په اوږدو کې د پوليسو له کمين سره مخ شول او د نښتې په ترڅ کې ورڅخه دوه کسه ووژل شول او د متقابلو ډزو له امله يوه پوليس هم ژوند له لاسه ورکړ.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې د دوى کسانو په دشت ابدان کې د پوليسو پر وړاندې کمين نيولى و، چې په پايله کې يې درې پوليس ووژل شول او يو رينجر موټر يې له منځه ولاړ.
د ويلو ده، دوې مياشتې وړاندې هم دوه کسه د دوو سوو څارويو د غلا په تور په جوزجان ولايت کې ونيول شول.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن