ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د لسو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

غزني کې د لسو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
30 Sep 2013 - 13:48
غزني کې د لسو وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
30 Sep 2013 - 13:48

غزني ښار (پژواک ۸ تله ۹۲): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په خوګياڼواو مقر ولسواليو کې يې د يوه قوماندان په ګډون لس وسله وال وژلي، بلخوا طالبان بيا د اردو د دريو سرتېرو د وژلو ادعا کوي.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دريمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د تلې په ٨مه پژواک ته وويل، چې تېره شپه د خوګياڼو په ده ملا سيمه کې طالبانو د اردو پر ځواکونو بريد وکړ.

د نوموړي په وينا، له بريد وروسته په رامنځته شوې نښته کې، چې يو ساعت يې دوام درلود، درى وسله وال ووژل شول او درې نور ټپيان دي.

دغه راز سلطاني زياتوي، نن سهار وختې څلور بجې ملي اردو او بهرنيو ځواکونو په ګډه د مقر ولسوالۍ په کوه بند سيمه کې د وسله والو پر يو پټنځای عمليات ترسره کړل.

 د ده په خبره، په عملياتو کې د وسله والو د قوماندان شاه محمود په ګډون ٧ مخالفين ووژل شول.

هغه زياتوي، دغه عمليات په تاکتيکي توګه پر يوه کور تر سره شول، چې وسله والو په کې شپه تېره کړې وه، خو د عملياتو پر مهال د کور اوسېدونکو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

له بلې خوا وسله وال طالبان ادعا کوي، چې نن سهار يې د غزني په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ملې اردو درې سرتېري وژلي دي.

 طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دغه سرتېري يې په يوه چاودنه کې وژلي، خو امنيتي چارواکي دا ادعا ناسمه بولي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.