اسعد اباد ( پژواک ٩ تله ٩٢ ) : د کونړ ولايت د ملي امنيت څارنوال د ماين په يوه چاودنه کې ووژل شو.
ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال ارکان حرب عبدالحبيب سيد خېل د تلې په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار په شاوخوا اتو بجو د اسعد اباد اړونده د اندرسېر په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د ملي امنيت څارنوال ملنګ له کور څخه ددندې پر لوري روان و، چې د ماين په چاودنه کې ووژل شو.
دى وايي ، چې دا چاودنه د وسله والو مخالفينو د ريموټ کنټرول ماين په وسيله شوې ، چې په ترڅ کې يې د څارنوال دوه ساتونکي ټپيان شوي دي.
سيدخېل وويل ، چې څارنوال هم لومړى ټپي و، خو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
امنيه قوماندان د څارنوال دساتونکو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن