کابل(پژواک١٠تله٩٢) : بدخشان ولايت ته دولسي جرګې استول شوى پلاوى وايي، چې د دې ولايت چارواکو د وردوج په پېښه کې بې غوري کړې او بايد په اړه يې بيا کتنه وشي.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې وسله والو طالبانو په وردج ولسوالۍ کې د يوه کمين په پايله کې ٢٥تنه ملي پوليس ووژل ، ١١ يې ټپيان کړل، ٦ تنه يې اسيران کړل او ٦ رېنجر او د پوليسو يو لارۍ موټر يې له منځه يووړل.
په ولسي جرګه کې د بدخشان استازيو د شکايت له امله ، دې جرګې د دې موضوع د څېړلو لپاره د وږي په ٣٠ مه يو پلاوى وټاکه ، چې اوس هلته تر څېړنو وروسته بېرته کابل ته راستون شوى دى .
د ولسي جرګې د ياد پلاوي غړي بشيراحمد تينج د جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د پلاوي د څېړنو راپور وړاندې کړ او ويې ويل ، چې په دې ولسوالۍ کې د يادې پېښې پرمهال د امنيتي چاراکو له لوري وظيفوي غفلت شوى او په ولايت کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ لازمه همغږي هم نشته .
هغه وويل، چې استخباراتي ادارو د وسله والو مخالفينو د ياد شوي کمين په اړه ولايتي چارواکو ته مخکې خبرې ورکړى و ، خو هغوى يې په اړه اړين اقدامات نه وو کړي.
د هغه په وينا، دغه پلاوى وړانديز کوي ، چې حکومت بايد د بدخشان ولايت د اداري پلاوي په اړه بيا کتنه وکړي او هغه امنيتي چارواکي مجازات کړي ، چې په ياده پېښه کې يې وظيفوي غفلت کړى.
دغه راز ده وويل، پلاوى وړانديز کوي ، چې په بدخشان کې پوليس پياوړي شي، د کانونو د ناقانونه استخراج مخنيوى وشي او د بيارغونې چارې په کې تر سره شي.
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي وويل ،چې د دې پلاوي راپور او غوښتنې به د نورو اجراتو لپاره اړوندو چارواکو ته وسپاري .
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې بدخشان ولايت ته د ولسي جرګې تللى پلاوى بايد خپل راپور د کورنيو چارو له وزارت سره شريک کړي .
هغه زياته کړه ، چې د کورنيو چارو وزارت به د ياد راپور تر څېړلو وروسته لازم اقدام وکړي .
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن