ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سياف سبا ولسمشرۍ ته ځان کانديدوي

سياف سبا ولسمشرۍ ته ځان کانديدوي

author avatar
2 Oct 2013 - 11:27
سياف سبا ولسمشرۍ ته ځان کانديدوي
author avatar
2 Oct 2013 - 11:27

کابل (پژواک ١٠ تله ٩٢): عبدالرب رسول سياف د ولسمشرۍ لپاره د ځان کانديدېدو په موخه د ولسي جرګې له دندې استعفا وکړه.

د دعوت اسلامي ګوند مشر عبدالرب رسول سياف نن له خپلې دندې تر استعفى وروسته د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې لومړى مرستيال يې د اوبو او انرژۍ وزير محمداسماعيل خان دى، خو د دويم مرستيال په اړه يې تر اوسه پرېکړه نه ده کړې.

هغه زياته کړه: “د نن ورځې تر پايه به زما دويم مرستيال هم معلوم شي او سبا به د ټاکنو کمېسيون ته د نوم ليکنې په موخه ورشو.”

هغه دا هم وويل، چې هېڅ شى د ټاکنو د مخنيوي لامل نه شي کېداى ځکه د قانون له مخې ټاکنې د سياسي واک د انتقال لپاره يواځېنۍ لار ده.

استاد سياف چې ډېر لږ به د ولسي جرګې په غونډ کې حاضر و، وويل: ((زه بښنه غواړم، چې په غونډو کې ډېر لږ حاضر وم او زه، چې په هر ځاى کې اوسم له تاسو سره يم.))

دى وايي، چې تل د افغانانو د ستونزو پر مهال له دوى سره و او ولسمشرۍ ته له کاندېدو يې هم موخه خلکو ته خدمت کول دي.

دى زياتوي، چې له شلو کلونو راپه دېخوا ان د خپل روغتيايي چک لپاره هم له افغانستان څخه بهر ته نه دى تللى.

نن د ولسي جرګې له ودانۍ بهر د استاد عبدالرب رسول سياف انځورونه هم لګول شوي وو.

ټاکل شوې، چې د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٦مه د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره ټاکنيز کمپاين د روان کال د لړم په ٢٦مه پيل شي او د ١٣٩٣ لمريز کال د وري تر ١٣مې دوام ومومي.

تر اوسه د دريو ښځو په ګډون ٧٣ تنو د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره معلوماتي بستې ترلاسه کړې، خو تر دې دمه د وفاق ملي ګوند مشر بسم الله شېر او د ملي اېتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په رسمي ډول ولسمشرۍ ته ځانونه نومولي دي.

د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي مرستيال انجنير محمد خان د عبدالله لومړى مرستيال او د افغانستان د خلکو ملي وحدت ګوند مشر محمد محقق يې دويم مرستيال دى.

عبدالکريم احمديار او سلطان حميد سلطاني د بسم الله شېر مرستيالان دي.

ډاکتر اشرف غني احمدزى هم ولسمشرۍ ته د کانديدېدو په موخه له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد له رياست څخه استعفا کړې ده.

 دغه راز په امنيتي چارو کې د ولسمشر سلاکار ستر جنرال عبدالرحيم وردګ هم ولسمشرى ته د ځان کاندېدو په موخه استعفا ورکړې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.