کابل(پژواک ١٠ تله ٩٢): د ملي اردو د ريفورم، پراختيا، امنيتي او دفاعي سکتور د سمبالښت په برخه کې د ولسمشر کرزي ارشد سلاکار عبدالرحيم وردګ له خپلې دندې استعفا وکړه.
وردګ تر دې وړاندې د ملي دفاع وزير په توګه دنده اجرا کوله او تېر کال د زمري مياشتې په ١٤مه پر افغانستان د پاکستان د بريدونو او کورنيو نا امنيو په سبب د ولسي جرګې له خوا استيضاح او وروسته ترې د باور رايه واخيستل شوه.
عبدالرحيم وردګ وروسته د ولسمشر کرزي له خوا د ملي اردو د ريفورم، پراختيا، امينتي او دفاعي سکتور د سمبالښت په برخه کې د ولسمشر کرزي د ارشد سلاکار په توګه وټاکل شو.
خو نوموړي اوس له دې څوکۍ څخه خپله استعفا اعلان کړه.
پژواک ته د هغه د استعفاليک په استول شوې کاپۍ کې راغلي: ((د اوږدې مودې لپاره پر بېلابېلو حکومتي څوکيو زما د کار او خدمت په اړه ستاسې باور او ملاتړ ته په درناوي، د ولسمشرۍ له ارشد مشاوريت څخه خپله استعفا ورکوم.))
په استعفا پاڼه کې ويل، چې له خپلې دې پرېکړې افغانانو ته له خدمت پرته بله موخه نه لري او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هېڅو څخه درېغ ونه کړي.
که څه هم جنرال عبدالرحيم وردګ د خپلې استعفا لامل نه دى ښودلى، خو تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې نوموړي هم د ولسمشرۍ لپاره د نوماندۍ معلوماتي کڅوړه تر لاسه کړې او له احتمالي نوماندانو څخه يو دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن