ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

٦٥ سلنه هلمنديان له بېکارۍ ځورېږي

٦٥ سلنه هلمنديان له بېکارۍ ځورېږي

author avatar
2 Oct 2013 - 16:11
٦٥ سلنه هلمنديان له بېکارۍ ځورېږي
author avatar
2 Oct 2013 - 16:11

لښكرګاه (پژواك ١٠ تله ۹۲): د هلمند دولتي مسوولين خبر وركوي، چې په دغه ولايت كې ۶۵ سلنه خلک اوزګار دي او له دې امله امنيتي او نورې ستونزې ډېرې شوې دي.

د هلمند د اقتصاد رييس نثاراحمد ذهيب احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د روان ميلادي كال له پيله تر اوسه ورځ تر بلې د خلكو اقتصاد كمزورى كېږي او وايي چې دغه کار اندېښمن كړي دي.

نوموړي زياته کړه، د دې لامل په سيمه كې بې روزګاري ده، چې په ترڅ كې يې له يوې خوا د خلكو اقتصادي حالت خراب شوى او له بلې خوا ورسره امنيتي ستونزې زياتې او ګڼ شمېر ځوانان په نشه يې توكو اخته شوي دي.

هغه په دې اړه د نه پاملرنې پړه پر افغان دولت او نړيوالې ټولنې واچوله او زياته يې كړه، چې په دې موده كې ترسره شوې پروژې او د پرمختګ كارونه بنسټيز نه وو نو ځكه يې يادې ستونزې راپيداكړې دي.

احمدي وويل، كه چېرې افغان دولت او نړيوالې ټولنې د خلكو د اوږد مهاله اقتصاد لپاره ځانګړې او ښه تګلاره جوړه كړې واى له يوې خوابه په امنيت كې مثبت بدلون رامنځته شوى و او له بلې خوا به په نورمال ډول خلك په كار بوخت او له فقر څخه به ژغورل شوي وو.

د ده خبره، اوسمهال د دوى هڅې دا دي، هغه پروژې چې په ولسواليو او لرې پرتو سيمو كې پلان شوې، خلكو ته په کې ډېره ونډه وركړل شي تر څو پورته يادې ستونزې هوارې او د خلكو اقتصاد پر پښو ودرېږي.

د غه راز د هلمند د كار او ټولنيزو چارو د رياست د ټولنيزو چارو امرمحمد امان نېكمل هم مني، چې په دې وروستيوكې د بې كارۍ كچه لوړه شوې، لامل يې په تېرو ۱۲ كلونو كې په خپل سر عملي شوې پرژوې وې.

ده زياته كړه، چې د دوى د معلوماتو او ترسره شوو سروې ګانو له امله ۶۵ سلنه وګړي بې روزګاره شوي او خپله همدا خلک له فقر سره مخ دي.

د نېکمل په وينا، كه چېرې دولت او نړيوالې ټولنې د كرنې او صنعت په برخه كې پر ځاى پروژې پلې كړې واى اړتيا نه وه، خلكو ته په اړوند برخو كې د کار موکه پيدا شوې وه او کورنى اقتصاد به يې غوړېدلى و.

 نوموړي زياته كړه، هره ورځ لسګونه كسان د دې لپاره ورته راځي چې كار ورته پيدا شي خو په داسې حال كې دوى څه نه شي كولى او نه کاري زمينې لري.

د هلمند امنيه قوماندانۍ د امنيت امر پاسوال جمعه ګل همت پژواك ته وويل، د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ له امله زرګونه ځوانان په نشه روږدي شوي، چې هم د مخالفينو کرښې ورسره پياوړې شوې او هم د جرمونو ګراف لوړ شوى دى.

همت هم په ورته توګه په دغه كار كې دولت او مرسته كوونكي د يوې ښې تګلارې په نه جوړېدو تورن كړل، زياته يې کړه، چې خلكو ته د كار له موندلو سره ډېرې ستونزې هوارېدلى شي.

په لښكرګاه ښار كې يوې مېرمنې سيما چې دوه ماشومان هم ورسره وو پژواك ته وويل، خاوند يې په نشه يي توكو اخته شوى، كار نه لري له دې امله اړه شوه، چې د خيرات ټولولو لپاره بازار ته ووځي.

دې زياته كړه: ((پلار نېكه مې درانه خلک تېر شوي، زه اوس ډېره شرمېږم، چې په بازار كې خير ټولوم، خو بله چاره مې نه وه اولاد ډوډۍ غواړي دا مې وروستۍ لاره وه.))

د ګلاب په نوم يوه سپين ږيري پژواك ته وويل، پخوا د لاس مزدوري پيدا كېده خو دا درې مياشتې كېږي كار نه لري، چې له امله يې د اقتصادي ستونزو تر څنګ روحي ناروغي هم ورته پيدا شوې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.