کابل (پژواک ١٣ تله ٩٢): د مسووليتونو د لېږد د کمېسيون د مشر اشرف غني احمدزي ورور حشمت غني احمدزي د ولسمشرۍ ټاکنو ته خپل ځان کانديد کړ.
احمدزى نن سهار د ټاکنو خپلواک کمېسيون دفتر ته ولاړ او هلته يې په خپلواک ډول د ١٣٩٣ کال د وري د ١٦مې نېټې د ټاکنو لپاره ځان کانديد کړ.
د هغه لومړى مرستيال عبدالله برومند او دويم هغه يې عابد نظر ټاکل شوي دي.
احمدزي له نوم ليکنې وروسته له رسنيو سره په خپلو لنډو خبرو کې وويل، که چېرې خلک پر ده باور وکړي او اعتماد رايه ورکړي ،نو د قضا، روغتيا، اقتصاد، کرنې او امنيت په برخو کې غواړي کار وکړي او پراختيا رامنځته کړي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((لومړى ګام به مې د قضا په برخه کې د اصلاحاتو راوستل وي، او په دغه ارګان کې به ښځو ته ډېر ونډه ورکړي.))
احمدزي زياته کړه، چې تر اوسه يې په دولت کې هېڅ راز دنده نه ده ترسره کړې، ځکه له دولت سره په يوه فکر نه و، خو د دولت په ځينو ملي پروګرامونو کې يې برخه اخيسته.
هغه وويل، چې د ولسمشرۍ لپاره خپلواک کانديد او يو سوداګر دى، او څو سوداګريز شرکتونه لري.
دغه کانديد د ډاکتر اشرف غني احمدزي ورور دى، هغه چې تازه يې د لېږد کمېسيون له رياسته استعفا کړې ده.
دغه پنځم کس دى، چې په راتلونکوم ټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره ځان کانديدوي.
مخکې د ملي اېتلاف رييس ډاکتر عبدالله، د اسلامي دعوت مشر عبدالرب رسول سياف، د وفاق ملي حزب مشر بسم الله شېر او فضل کريم نجيمي هم د ولسمشرۍ لپاره خپل ځانونه کانديد کړي وو.
د ټاکنو لپاره د کانديدانو نومليکنه د وږي ٢٥مه پيل شوه او ټاکل شوې د تلې تر ١٤مې دوام وکړي او د کانديدانو وروستى نوملړ به د لړم په ٢٥مه اعلان شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته د کانديدانو د نوم ليکنې يوازې دوه ورځې پاتې دي.
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن